د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر د روسیې په کازان کې د پوهنې وزیرانو په دوېمه نړیواله غونډه کې ویلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې په ۳۰ زره دولتي او خصوصي ښوونځیو کې څه باندې ۱۰ میلیونه زده کوونکي چې درې نیم میلیونه یې نجونې دي په زده کړو بوخت دي. نوموړي ویلي، ۳۰۰ زره ښوونکي چې ۳۰ سلنه یې ښځې دي په لومړنیو ښوونځیو کې پر تدریس بوخت دي. د پوهنې سرپرست وزیر دغه راز د زده کړو په تړاو نړیوالو غونډو کې د افغانستان غړیتوب مهم ګڼي او وایي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د پوهنې برخې هم د نورو برخو په څېر جدي زیانونه لیدلي او دمګړي د ښوونځیو، درسي کتابونو د کمښت او کافي بودجې د نشتون له امله نږدې شپږ میلیونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.
































