د جاپان د خلکو په مالي مرسته او د ماشومانو لپاره ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونیسف په مشارکت پکتيا کې ۱۸ ښوونځيو ته د ودانيو د جوړېدو چارې پيل شوې. د پکتيا د پوهنې رييس عبدالقيوم فاروقي د يادو ښوونځيو د چارو پيل مراسمو کې ویلي، دې ولايت کې ۶۰سلنه ښوونځي ودانی نهلري چې له امله يې زدهکوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د نوموړي په خبره، د يادو ۱۸ ښوونځيو لپاره د ودانیو پر جوړېدو شاوخوا ۲۲۵ ميليونه افغانۍ لګښت کېږي چې په یو پوړ کې به جوړه او شپږ درسي خونې، اداري خونه، تشنابونه او نورې اړينې اسانتياوې به ولري. د پکتيا پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال پکتيا کې ټول ۳۷۰ دولتي ښوونځي شته چې له ډلې يې ۱۸۳ هغه ودانۍ نهلري او د ځینو ښوونځيو ودانۍ هم بیارغونې ته جدي اړتيا لري.
































