د هرات په زندهجان ولسوالۍ کې، د ۱۰۰ کورونو لرونکی یو بل ښارګوټی زلزله ځپلو هېوادوالو ته سپارل شوی دی. د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رییس، د ياد ښارګوټي د سپارلو په مراسمو کې ويلي چې د اقلیمي بدلونونو له امله د هېواد بېلابېلې سیمې د زلزلو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې او اوسېدونکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. نوموړي ویلي، چې لا هم د تېر کال زلزلې له امله د هرات ځینې اوسېدونکي سرپناه نه لري او مرستو ته اړ دي؛ خو د اقتصادي معاونیت او نورې اړوندې ادارې په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. هغه ډاډ ورکړی چې د افغانستان اسلامي امارت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دی او پر وخت به یې ستونزو ته رسیدګي وکړي.
































