چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين – استراليا په اړيکو کې ثبات او سوکالۍ ته اميدواري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 17, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د چين – استراليا په اړيکو کې ثبات او سوکالۍ ته اميدواري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

استراليا ته د چين د لومړي وزير لي چيانګ سفر له يوې مودې راهيسې د دواړو هېوادونو اړيکو د اوج ټکی دی چې ښکاري اوس ثبات ته رسېدلې دي. دغه سفر د چين – استراليا د اړيکو پر اهميت ټينګار او د ثبات لپاره د ګواښونو د وړاندوينې په ګډون پر هغو ډيپلوماټيکو هڅو تمرکز دی چې د دواړو هېوادونو اړيکې لا ښې کولی شي. په ياد سفر کې پر دې هم ټينګار شوی چې د چين او استراليا ملي ګټې د دواړو هېوادونو د خلکو له سوکالۍ سره تړلې دي، په دې مانا چې اقتصادي لومړيتوبونو ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

استراليا ته د لومړي وزير لي چيانګ سفر په داسې حال کې دی چې پر متحدو ايالتونو د استراليايي وګړو باور د پام وړ را ټيټ شوی دی. د لووي انستيتيوت يوه نظرپوښتنه ښيي چې يوازې ۵۶ سلنه استراليايان پر متحدو ايالتونو اعتماد لري، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه ۶۱ سلنه وه. دا د اميدوارۍ نښه ده چې په استراليا کې عامه ذهنيت د څو قطبي نړۍ پر واقعيت د پوهېدو په حال کې دی او دا ډول خپلواک ډيپلوماتيک سياست ته چې له چين سره کاري اړيکې ېې يوه مهمه برخه ده، جدي اړتيا لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د استراليا اقتصاد په نه بېليدونکي ډول د چين له اقتصاد سره تړلی دی. داسې چې په ۲۰۲۳ کال کې د استراليا د صادراتو يو درېيمه برخه د چين بازارونه او د وارداتو څه باندې يو څلورمه برخه یې بيا چيني توکي وو. د دغو اړيکو پر اهميت په ټينګار سره د استراليا لومړي وزير انتوني البانيز روان کال وويل چې په هېواد کې یې هره څلورمه دنده پر سوداګرۍ تکيه ده او د صادراتو هر څلورم ډالر یې له چين څخه ترلاسه کيږي.

استراليا له څو کلونو راهيسې د سړي سر عوايدو له کړکېچ سره مخ ده. په دې مانا چې له اقتصادي ودې سره سره یې د وګړو شمېر تر اقتصاد په چټکۍ سره وده کوي. په دغه هېواد کې د روانو اقتصادي بحثونو يو عمده ټکی د ژوندانه د لګښتونو کړکېچ دی. د استراليا عام وګړي د خوړو، استوګنځي او د اړتيا وړ نورو توکو له لوړو بيو سره مخ دي چې له کبله یې د خلکو عادي ژوند په جدي توګه اغېزمن شوی دی.

استراليا به هيله ولري چې له چين سره د اړيکو پراختيا ورته د پام وړ اقتصادي منفعت ولري او د اقتصادي وضعيت په کابو کولو کې به ورسره مرسته وکړي. شته اقتصادي خنډونه چې پر استراليايي ډبرينو لوبسټرونو (خرچنګونو) اغېز لري په سمبوليک ډول د دواړو اقتصادونو تر منځ د بېلتون د سرچينې په توګه د اهميت وړ دي، خو په بالقوه ډول له مخې لرې کول به یې په لوی انځور کې د پام وړ بدلون را نه ولي. هغه کار چې دواړه لوري یې بايد وکړي دا دی چې د تاريخي برياليو سوداګريزو اړيکو د پراخولو لپاره نوې لارې او د همکاريو نوي فرصتونه ومومي.

د ګډ کار لپاره نوي فرصتونه په هغو همکاريو کې په ښه ډول ليدل کيدای شي چې په استراليا کې د بريښنايي موټرو د کارونې د ډيريدو سبب شوی دی. چين په نړيواله کچه د برېښنايي موټرو د ټکنالوژۍ مخکښ دی چې د استراليا د ليټيم کانونه د دې ټکنالوژۍ د بشپړولو لپاره مهم دي. دا چې چين او استراليا دواړه د کاربن د توليد کچې را کمولو ته ژمن دي نو دا به د حيرانتيا خبره نه وي چې ختيځې استراليا ته د لومړي وزير لي چيانګ سفر د کان پر ليدنې متمرکز وي.

د استراليا د اپوزيسيون له رهبر پيټر ډوټان سره د لومړي وزير لي چيانګ کتنه مهمه ده. په داسې حال کې چې د حکومتونو په کچه د استراليا او چين اړيکې ثبات ته رسېدلې دي، بايد وکتل شي چې د استراليا له ليبرال ګوند سره اړيکې هم ښې شوې دي که نه. په استراليا کې د لېبرال ګوند د حکومت پر مهال، په ځانګړي ډول له ۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې چې پيټر ډوټان د هغه هېواد لومړی وزير و، د چين – استراليا اړيکې تر ټولو ټيټې کچې ته ورسېدې او لفظي شخړې پکې بيخي عادي شوې. غوره به دا وي چې د خرابو اړيکو هغه مرحله د پخوانۍ زمانې يوه برخه جوړه شي.

ستونزه دا ده چې په استراليا کې د ۲۰۲۳ کال له اګسټ راهيسې د نظرپوښتنو پايلې ښيي چې د ډوټان ليبرال ګوند د البانيز تر کارګر ګوند مخکښ دی. دا وضعيت د کارګر ګوند لپاره ورځ تر بلې په خرابېدو دی. دا چې د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر مياشتې پورې په استراليا کې فدرالي ټاکنې کيږي، نو دا شونتيا شته چې دغه هېواد ته د چيني چارواکو تر بل سفر پورې به د استراليا لومړی وزير بدل شوی وي او له بدلې سياسي سناريو سره به بل چا د دې څوکۍ چارې پر غاړه اخيستې وي.

د چين او استراليا خلک هيله لري چې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې له ۲۰۲۲ کال وروسته رامنځته شوی ثبات د حکومت په بدليدو سره زيانمن نه شي.  که چيري ډوټان او د هغه لېبرال ګوند تر ۲۰۲۵ کال وروسته هم په اپوزيسيون کې پاتې کيږي نو ډير مسووليتونه لري څو دا ډاډ ترلاسه شي چې چين د ارزانه سياسي امتيازاتو د ترلاسه کولو د وسيلې په توګه نه کارول کيږي، بلکې د استراليا سياسي بحثونه بايد داسې لوړ کړي چې د چين – استراليا د اړيکو د پراختيا لپاره ګټور تمام شي.

Previous Post

د جي اووه هېوادونو په سرمشريزه کې مخالفتونو او توپيرونو ته کتنه

Next Post

لي چیانګ د اسټرالیا د فدرالي پارلمان له مشرانو سره وکتل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

لي چیانګ د اسټرالیا د فدرالي پارلمان له مشرانو سره وکتل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

صدر جباروف د چين، قرغېزستان او ازبکستان د پټلۍ پروژه تصويب کړه

جون 28, 2024
پروان کې د یوه سربند جوړولو چارې بشپړې شوې

پروان کې د یوه سربند جوړولو چارې بشپړې شوې

سپتمبر 29, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved