ولسمشر غني وايي افغان حکومت له خپل لوري د سولې د راتګ لپاره د پام وړ اقدامات ترسره کړي او طالبانو ته هم په کار ده چې له بېځایه پلمو ډډه وکړي. نوموړي نن افغان پوځ ته په خطاب په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو تر څنګ یې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ کوي چې د ارضي تمامیت او ملي ارزښتونو دفاع ته تیار اوسي. ولسمشر زیاته کړې افغان حکومت له خپل لوري بندیان خوشي کړي دي او پر پاتې بندیانو هم بحثونه روان دي خو طالبانو له خپل لوري نه تاوتریخوالی کم کړی دی او نه یې هم سولې ته ژمنتیا ثابته کړې ده. ولسمشر دغه راز ویلي چې افغانستان تر بل هر وخت په حساسو شرایطو کې دی او د افغان پوځ سرښندنې په دې مهم وضعیت کې د هېواد د راتلونکې لپاره خورا د ارزښت وړ دي. ولسمشر زیاتوي افغان پوځیان په دې وروستیو کې مهمې لاس ته راوړنې لري او توانېدلي چې په خپله همغږۍ د ترهګرو پلانونه خنثی کړي او داعش ډله یې هم له ماتې سره مخ کړې ده.












