د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په روان هجري لمریز کال کې ۱۲۱ نوې کارخونې جوړې شوي او د صنعت کارانو لپاره د ثقیله او خفیفه صنایعو په سکټور کې هم ۲۱۷ تولیدي ماشین الات را وارد شوي دي. په همدې حال کې د صنایعو او کانونو خونه هم وايي، که په هېواد کې صنعت کارانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي، کورنی صنعت به د پام وړ ودې شاهد وي. د صنایعو او کانونو خونو د شمېرو له مخې، د هېواد په ۱۸ صنعتي پارکونو کې، په بېلابېلو سکټورونو کې څه باندې پنځه زره کارخونې فعالیت لري، چې افغانستان یې په ځينو سکټورونو کې ځان بسیاینې او نیمه ځان بسیاینې ته رسولی دی.












