عامې روغتیا وزارت د کولرا د مثبتو پېښو او د مړو شویو کسانو د شمېر په اړه د روغتیا نړۍوال سازمان وروستی راپور رد کړ. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د کولرا هېڅ کومه مثبته پېښه نه شته. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وزارت به د کولرا د مثبتو پېښو د ثبتېدو په صورت کې له رسنیو سره معلومات شریک کړي. د روغتیا نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې په افغانستان کې د ۱۴۰۲ کال د مرغومې له میاشتې څخه د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي تر ۶مې نېټې پورې د وبا یا کولرا ناروغۍ د ۴۶ زره ۷۵۸ پېښو د ثبت خبر ورکړ. دغه سازمان همداراز ویلي وو، چې په دې موده کې په افغانستان کې د یادې ناروغۍ له امله ۲۵ تنه مړه شوي هم دي.












