د بامیانو ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په اختریزو رخصتیو کې د دغه ولایت تفریحي سیمو ته د سیلانیانو په ورتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د بامیان ښار شمال ته په شل کیلومټرۍ کې د قاضیان دره یوه ښکلې او له طبیعي ښکلاو ډکه سیمه ده، چې د بند امیر ملي پارک وروسته په وروستیو کلونو کې د سېلانیانو لپاره مهمه سیمه ګڼل کېږي. بامیانو ته ورغلي سیلانیان د امنیت ټینګښت او د لارو خوندیتوب ته خوشحاله دي او له مسوولینو غواړي چې د دغه ولایت تفریح ځایونو کې سېلانیانو ته اسانتیاوې برابرې کړي. بلخوا د بامیانو ولایت ځایي چارواکي بیا وايي، چې په یاد ولایت کې د سېلانیانو د امنیت ټینګښت لپاره امنیتي تدابیر څو برابره لوړ کړي دي.
































