سعودي، اسراییل سره اړیکې مشروطې کړې دي خو ټرمپ وایي هیله لري چې سعودي عربستان هم د هغه تړون برخه شي د کوم له مخې چې اماراتو او اسراییل خپلې اړیکې جوړې کړې دي. رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې ټرمپ په یوه غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دی هیله لري سعودي هم له اسراییل سره خپلې اړیکې ورغوي. ټرمپ دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ویلي، د فلسطین د مسئلې تر هواري پورې له اسراییل سره اړیکې نه جوړوي. د یادونې ده چې فلسطین او ایران د اماراتو او اسراییل د اړیکو جوړېدو تړون رد کړی او ترکیې بیا دا چاره د عرب اماراتو منافقانه رویه بللې ده.


































