نږدې ۲۰۰ تنه افغان کډوال له پاکستانه د «ایټالیا د بشري مرستو د دهلیز له لارې» ایټالیا ته ولېږدول شول. د اېټالیا د بشري دهلیز یو همکار علي وحدت ویلي، چې د دغو افغان کډوالو په لېږد کې د ایټالیا مذهبي او مدني بنسټونو د هغه هېواد د کورنیو او بهرنیو چارو د وزارتونو په همغږۍ مرسته او همکاري کړې ده. دغه کډوال په افغانستان کې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي وو.
































