د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ په سپینې شګې تفریحي سیمه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري نښتر دودیزه مشاعره ترسره شوه. په دې مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ شمېر مشهورو شاعرانو، ادیبانو او لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود. د مشاعرې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي ګډونوالو ته په وینا کې وویل، چې سرپرست حکومت د شاعرانو او ادیبانو لپاره دا ډول مشاعرې او پروګرامونه د دې لپاره جوړوي څو شاعران وهڅوي او د ټولنې واقعیتونه او د نظام لاسته راوړنې د شعر په ژبه وړاندې کړي. نوموړي شاعرانو، ليکوالانو او ادیبانو څخه غوښتنه وکړه، چې غوره اشعار او لیکنې وکړي د شعر په ژبه دې د نظام لاسته راوړنې را ونغاړل شي تر څو هېواد او ټولنې ته يې ګټه ورسېږي.
































