روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۱۰۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې وبا د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۸۶۱ ته پورته شوی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې په کرونا ویروس اخته دوه تنه مړ شوي او ۳۶۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۳۸۵ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۷ زره او ۶۵۵ ته رسېدلی دی. د یادونې ده چې دا په تېرو څو اوونیو کې لومړی ځل دی چې په یوه شپه او ورځ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر سل اوړي.
































