د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پنجشیر کې د لومړي ځل لپاره د روانې چنګاښ میاشتې پر ۲۰مه د زمردو دوه ورځنی نندارتون جوړېږي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه نندارتون د خصوصي سکټور په همکارۍ جوړېږي، چې موخه یې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو وده، د لاسي صنایعو د کلتور پراختیا او پانګونې ته د خلکو راجلبول دي.
































