په فراه ولایت کې د بخش اباد بند د اوبو انحرافي تونلونو د کیندلو چارې بشپړې شوې دي. د دغه بند د ساختماني شرکت مسوولین وايي، د اوبو ګرځولو تونلونو د شارټ کرېټ او راکبولتېنګ ماشینري یې ساحې ته رسېدلي، چې ډېر ژر به یې د کانکرېټ چارې هم ورسره پيل شي. همدارنګه د فرارود سیندیزې حوزې ریاست مسوولین د بخش اباد بند اوبو ګرځولو تونلونو په رغنیزو چارو په چټکتیا ټینګار کوي او ډاډ ورکوي، چې د یادو تونلونو د بشپړېدو سره سم به د بند د کاسې کار هم پيل شي. په ورته مهال د فرارود ولسوالۍ مسوولین د بخش اباد بند رغول د فراه یانو لپاره یوه ستره اړتیا بیانوي او وايي، چې د یاد بند رغول نه یوازې د فراه ولایت لپاره بلکې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره خورا اړین دی.
































