ټاکل شوې نن د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل کې دوه سیالۍ ترسره شي. لومړنۍ لوبه چې د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې پیلېږي ګجرات ټایټانز به د کلکته نایټ رایډرز پر وړاندې سیالي وکړي. ګجرات لوبډلې تر دې دمه دوه سیالۍ ترسره کړي دي او ګټلي یې دي، کلکتې بیا یوه سیالي بایللې او بله یې ګټلې ده. د ګجرات په لوبډله کې راشدخان او د کلکتې لپاره بیا رحمن الله ګربز چې تېر پېشملی یې یو ځای کړی لوبه کوي. دغه راز د نن ورځې دویمه سیالي د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د سن رایزر حیدراباد او پنجاب کینګز لوبډلو ترمنځ ده. حیدراباد لوبډلې دوه سیالۍ کړي دي او بایللې یې دي او پنجاب لوبډلې یوه ګټلې او بله یې بایللې. د حیدراباد په لوبډله کې فضل حق فاروقي هم لوبه کوي.










