چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

ابن خلدون د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 22, 2020
in پوهنتون
0
ابن خلدون د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ابن خلدون د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په ۱۳۹۵ کال کې د لوړو زده کړو له وزارت څخه د فعالیت جواز تر لاسه کړی، خو د ځینو ستونزو له کبله یې رسمي چارې په ۱۳۹۶ کال کې پیل کړې دي. د دې موسسې علمي مرستیال او سرپرست رییس نثار احمد حنیفي وایي، چې ابن خلدون د لوړو زده کړو خصوصي موسسه له هماغه لومړي سره تر اوسه پورې دوه پوهنځي (اقتصاد او حقوق او سیاسي علوم) لري. د ښاغلي حنیفي په خبره، حقوقو پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (اداره او ډیپلوماسي او قضا او څارنوالي) لري. دا چې د لوړو زده کړو د دې موسسې د اقتصاد پوهنځی کوم کوم ډېپارټمنټونه لري، ښاغلي نثار احمد حنیفي یې په اړه څه ونه ویل. ابن خلدون د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال د ۵۵۰ په شاوخوا کې محصلین لري چې د دې موسسې په دوو فعالو پوهنځيو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي. د نوموړي په خبره، د محصلینو ۶۵ سلنه یې نارینه او پاتې ۳۵ سلنه یې بیا ښځینه محصلین دي.

د ابن خلدون د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال وایي، چې دوی په کلني ډول د درې سوه نویو محصلینو د جذب وړتیا لري، چې سږ کال یې هم د کانکور ازموینې له لارې ۳۰۰ نوي محصلین خپلو دوو پوهنځیو ته جذب کړي دي. ښاغلی نثار احمد حنیفي وایي، د ابن خلدون د لوړو زده کړو موسسې هدف تجارت او ګټه کول نه دي، بلکې یوازې غواړي هغو کسانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي، چې دولتي پوهنتونونو ته نه شي بریالي کېدای او یا هم غواړي له شته زده کړو سره سره بل پوهنځی هم ولولي او لوړې زده کړې وکړي. دی وایي، ابن خلدون د لوړو زده کړو موسسه د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو په منځ کې یوازینۍ هغه ده چې تر نورو لږ فیس اخلي. دی وایي چې دوی بېوزله کسانو، د شهیدانو او معلولینو د کورنۍ د غړو لپاره ځانګړی تخفیف په پام کې لري، څو وکولای شي دوی هم لوړې زده کړې وکړي. نثار احمد حنیفي وایي،  دوی د دې برخې لپاره ځانګړې کمېټه لري چې نوي راغلي محصلین ارزیابي کوي او تر هغه وروسته مناسب تخفیف ورکوي. د دې تر څنګ، ابن خلدون د لوړو زده کړو خصوصي موسسه له ځینو دولتي ادارو سره ځینې هوکړې لري، چې له مخې یې د دې ادارې لخوا دوی ته کسان ور پېژندل کېږي چې ځینې یې وړیا او ځینې یې هم په ډېر لږ فیس سره اړوند پوهنځي ته جذبېږي. د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د ورځې په اوږدو کې درې وخته تدریس کېږي او محصلین د زده کړو لپاره ورته حاضريږي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

په ابن خلدون د لوړو ز ده کړو موسسه کې د تدریس چارې د ۵۵ په شاوخوا کې استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي. د دې موسسې سرپرست رییس وایي چې ۹۹ سلنه استادان یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او د تدریس په برخه کې له کافي تجربې څخه برخمن دي. دی وایي، د استادانو د علمي سویې د لوړولو پروګرام هم لري. د حنیفي په خبره، همدا سږ کال یې غوښتل خپل پنځه استادان له هېواده بهر د دوکتورا اخیستو لپاره واستوي، چې له بده مرغه د کرونا ناروغۍ په راتلو سره دغه پروګرام وځنډېد. نثار احمد حنیفي زیاتوي چې د دغه لګښت یوه زیاته برخه خپله د موسسې اداره پر غاړه اخلي. د دې تر څنګ، د ابن خلدون د لوړو زده کړو موسسې اداره غواړي چې د خپلو هغو استادانو لپاره چې د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري، د ماسټرۍ زمینه ورته برابره کړي. ښاغلی نثار احمد حنیفي وایي چې د پنځوسو استادانو له ډلې اته تنه یې ښځینه استادانې دي چې هغوی هم د تدریس په برخه کې له ښې تجربې برخمنې دي او په خپل مسلک کې رسېدلې دي.

د لوړو زده کړو دې موسسې د خپلو محصلینو لپاره د مجهز کتابتون او کمپیوټر لب امکانات هم برابر کړي دي. د ښاغلي نثار احمد حنیفي په خبره، په کتابتون کې د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې د حقوقي او سیاسي علومو او اقتصاد اړوند او تر څنګ یې د آزادې مطالعې لپاره بېلابېل کتابونه لري. دی وایي، دا چې موسسې یې نوی پر فعالیت پیل کړی دی، نو هغه ډول چې لازمه ده کتابتون یې غني نه دی، خو هڅه به یې دا وي چې کتابتون ورځې تر بلې غني کړي او ډېر کتابونه پکې ځای پر ځای کړي، څو یې محصلین وکولای شي په ښه ډول اړوند کتابونو ته لاسرسی ولري. دی وایي، اړوند ادارو او بنسټونو ته یې غوښتنلیکونه سپارلي، څو د کتابتون په غني کولو کې ور سره مرسته وکړي.

ښاغلی نثار احمد حنیفي د موسسې نوي والي ته په کتو خوښي ښیي چې د افغانستان له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري او هڅه یې دا ده چې له ځینو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې هم ولري. دی وایي چې غواړي د سیمې په کچه هم له ځینو بهرنیو پوهنتونونو سره اړیکې او هوکړې ولري، چې په دې برخه کې به یې لومړی ګام په ترکیه کې له ابن خلدون پوهنتون سره د علمي اړیکو د هوکړې لاسلیک کول وي، چې خپل فارغ شوي محصلین د لا نورو لوړو زده کړو لپاره دغه هېواد ته ولېږي، څو یې محصلین هم په کابل کې او هم په ترکیه کې د ابن خلدون له پوهنتونونو څخه تحصیلي سندونه ولري.

پر کتابتون او کمپیوټر لب سربېره، ابن خلدون د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره فرهنګي، روزنیزې، د ژبې د پیاوړتیا ټولګي، د ریاضي زده کړې ټولګي، د اسلام پېژندنې ټولګي او د سیرت نبوي ټولګي هم لري.

د افغانستان د خلکو لپاره په ځانګړې توګه د ځوان نسل لپاره په ملي او نړیواله کچه د زده کړو د امکاناتو برابرول، د پوهنځیو او ډېپارټمنټونو زیاتول، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول او د ماسټرۍ پروګرام پیلول د ابن خلدون د لوړو زده کړو  موسسې راتلونکي پلانونه دي.

ښاغلی نثار احمد حنیفي وایي چې له افغان دولت او په ځانګړې توګه لوړو زده کړو وزارت څخه ډېرې غوښتنې لري او په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، چې ښه بېلګه یې له خصوصي پوهنتونونو څخه نه ملاتړ دی. دی وایي، د دې پر ځای چې لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو ملاتړ وکړي او د پرمختګ زمینه ورته برابره کړي، لا یې په مخ کې خنډونه جوړوي، چې ښه بېلګه یې د سختو قوانینو جوړول او درنه مالیه اخیستل دي. دی له افغان حکومت څخه غواړي، هغه دولتي ځمکې چې هوټلونو او نورو برخو ته په واک کې ورکول کېږي، باید هغه خصوصي سکټور ته په واک کې ورکړل شي چې د لوړو زده کړو په برخه کې یې پانګونه کړې ده، څو په دې ډول سره د یوه دایمي ځای څښتنان شي او له بلې خوا دولت ته هم یو څه ګټه ورسېږي.

حمیدالله حمیدي

Previous Post

دغه خواړه مو د بدن د اړتیا وړ کلسیم پوره کوي

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
په کابل کې راکيټي بریدونو اته ملکيان وژلي او ۳۱ نور یې ټپیان کړي دي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شیخ محمد: قطر د افغان ښځو د زده کړو او کار ملاتړی دی

شیخ محمد: قطر د افغان ښځو د زده کړو او کار ملاتړی دی

جنوري 18, 2023
ای او ایم؛ زلزله ځپلي روان ژمی سرپناه او سونتوکو ته بېړنۍ اړتیا لري

ای او ایم؛ زلزله ځپلي روان ژمی سرپناه او سونتوکو ته بېړنۍ اړتیا لري

جنوري 27, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved