سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 14, 2021
in پوهنتون
0
ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسه چې په کابل ښار کې موقعیت لري، د ۱۳۹۳ کال په پسرلي کې یې د دریو پوهنځيو او شپږو ډېپارټمنټونو په درلودو سره پر فعالیت پیل وکړ. د ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد او د یادې موسسې د تضمین کیفیت کمېټې مشر، شاه ولي راسخ په وینا، دغه موسسه درې پوهنځي (حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد او انجنیري) لري. د نوموړي په خبره، هېره دې نه وي چې د ۱۳۹۷ کال تر پسرلي پورې د ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسې په امتیاز او مالکیت کې ځينو استادانو هم ګډون درلود، خو له یادې نېټې وروسته د ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسې امتیاز په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي، عباس ابراهیم زاده ته وسپارل شو.

د ښاغلي راسخ په وینا، ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسه په خپلو دریو پوهنځیو کې شپږ ډېپارټمنټونه لري. د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یې د قضا او څارنوالۍ او نړیوالو اړیکو ډېپارټمنټونه، اقتصاد پوهنځی یې د ادارې او تجارت او تجارتي اقتصاد ډېپارټمنټونه او انجنیري پوهنځی یې د سېول انجنیرۍ او برق انجنیرۍ ډېپارټمنټونه لري.

ښاغلي شاه ولي راسخ زیاته کړه، ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسه په ټوله کې شاوخوا ۲۵۰۰ محصلین لري، چې له دې ډلې یې له ۳۵ تر ۴۰ سلنه پورې ښځینه محصلینې او پاتې نور یې بیا نارینه محصلین تشکیلوي.

ښاغلی راسخ همدا راز وايي، دوی تر دې دمه له خپلو شپږو ډېپارټمنټونو څخه په څلورو دورو کې فارغین ورکړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسې یاد مسوول وايي، دوی هر کال خپلو دریو پوهنځیو ته د عمومي او متفرقه کانکور ازموینو له لارې تر ۵۰۰ پورې نوي محصلین جذبوي. نوموړي زیاته کړه چې د ۱۳۹۸ کال د خزاني کانکور او د ۱۳۹۹ کال د پسرلني کانکور ازموینو له لارې یې په هره یوه کې لږ تر لږه له ۵۳۰ تر ۵۴۰ پورې نوي محصلین جذب کړي دي.

ښاغلی راسخ همدا راز زیاتوي، ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسه خپلو محصلینو ته ځانګړی تخفیف په پام کې لري. د نوموړي په وینا، له کله نه چې د یادې موسسې د امتیاز حق ښاغلي عباس ابراهیم زاده ته ورکړل شوی دی، د یادو فردي تخفیفونو سربېره داسې یو عمومي تصمیم ونیول شو چې پر اساس به یې بېوزله او کمزورو اقتصاد لرونکو محصلینو ته ځانګړی تخفیف ورکول کېږي. نوموړي زیاته کړه، مخکې له دې چې د یادې موسسې مسوولیت ښاغلي ابراهیم زاده ته وسپارل شي، د انجنیرۍ پوهنځي د هر سمیستر فیس له ۱۸۵۰۰ څخه تر ۲۲۰۰۰ افغانیو پورې او د حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځيو د هر سمیستر فیس له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ افغانیو پورې و، خو د ښاغلي ابراهیم زاده له پالیسۍ او پرېکړې سره سم، د انجنیرۍ پوهنځي د هر سمیستر فیس له ۱۸۵۰۰ څخه ۱۰۵۰۰ او د اقتصاد او حقوقو پوهنځیو فیس هم له ۱۲۰۰۰ څخه ۸۰۰۰ افغانیو ته را کم کړل شو، څو محصلین وکولای شي په یاده موسسه کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

ښاغلي شاه ولي راسخ زیاته کړه، ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسه د لوړو زده کړو وزارت له لایحې سره سم په دوو ټایمونو کې خپلې درسي چارې پر مخ بیایي، چې یوه یې سهارنۍ او بله یې هم ماښامنۍ یا د شپې دوره ده.

ښاغلي راسخ وویل، دوی د ابو ریحان په لوړو زده کړو موسسه کې مجهز کتابتون لري چې تر ۵۰۰۰ جلده پورې تخصصي او د پوهنځیو اړوند کتابونه پکې دي او پر دې سربېره شاوخوا ۱۲۰۰۰ جلده الکترونیکي کتابونه لري، چې د یادې موسسې محصلین کولای شي په انلاین بڼه ترې ګټه واخلي او خپل د اړتیا وړ معلومات ترې تر لاسه کړي.

د ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یاد استاد زیاتوي، چې دوی په هېواد کې د ننه له ډېرو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو سره نېکې او اکاډمیکې اړیکې لري او د ډېرو علمي موخو لپاره یې تفاهم‌لیکونه ورسره لاسلیک کړي دي، خو د ځینو ستونزو پر اساس تر اوسه نه دي توانېدلي څو له هېواده د باندې له بهرنیو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره اړیکې ټینګې کړي، خو هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې خپلې دغې موخې ته ورسېږي او د نړۍ له معتبرو پوهنتونونو سره علمي اړیکې جوړې کړي.

ښاغلي راسخ وویل، لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې او پوهنتونونه باید خپلو فارغو محصلینو ته د اسنادو د ورکړې او د کیفیت د تضمین پروسه بشپړه کړي، چې له دې ډلې په کابل ښار کې ځینې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو خصوصي موسسې پر دې توانېدلې څو دغه چاره تر سره کړي، له همدې امله ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسې تر دې دمه خپلو فارغو محصلینو ته ترانسکرېپټونه او سرټیفېکېټونه ورکړي دي څو له حقوقو او امتیازاتو یې ګټه واخلي.

ښاغلي شاه ولي راسخ زیاته کړه، ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړاوي په موخه ډېر امکانات په واک کې لري، لکه تجربه لرونکي علمي کدرونه، مجهز کتابتون، مالوماتي ټکنالوژي یا IT، څېړنیز مرکزونه او داسې نور. د نوموړي په خبره، دوی په پام کې لري څو تر راتلونکو نهو میاشتو یا یو کال پورې د ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسې لپاره د کابل ښار په یوه معتبره سیمه کې دایمي ودانۍ ولري او هلته به د خپلو محصلینو لپاره لا ډېر امکانات وړاندې کړي.

ښاغلي راسخ همدا راز زیاته کړه، دوی د ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسې د پرمختګ لپاره په راتلونکي کې یو بشپړ او هر اړخیز ستراتیژیک پلان لري، چې په دریو لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله مرحلو کې ترتیب شوي او په راتلونکو کلونو کې به یې د پوهنتون د لا پرمختګ او بډاینې په موخه پلي کړي.

د ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یاد استاد او د تضمین کیفیت کمېټې مشر شاه ولي راسخ زیاته کړه، دوی د نورو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو خصوصي موسسو په څېر له دولت او په ځانګړې توګه له لوړو زده کړو وزارت څخه خپلې ځانګړې غوښتنې لري. د نوموړي په وینا، له دولت څخه یې یوه عمومي غوښتنه په هېواد کې د تلپاتې سولې او  امن ټینګښت دی چې د ټولنې هر وګړی او هره اداره ورته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه، دا چې زموږ هېوادوال په افغانستان کې د پانګونې لپاره زړه ښه کوي، په اصل کې دوی د هېواد او دولت ملاتړ کوي، نو ځکه تلپاتې امنیت په هېواد کې د لا ډېر پرمختګ او پانګونې لپاره زمینه برابروي. نوموړي همدارنګه له لوړو زده کړو وزارت څخه د هغوی له تلپاتې مرستې او نېکو تجربو څخه مننه وکړه او د یادې لړۍ د دوام هیله یې ترې کوي.

Previous Post

اژند: تر راتلونکي کال پورې په نورستان کې ۱۳۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
افغان حکومت د مسکو او استانبول په کنفرانسونو کې ګډون ته په تیاریو بوخت دی

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ډیپلوماټ: پر طالبانو باور اوسنی بحران وزېږاوه

ډیپلوماټ: پر طالبانو باور اوسنی بحران وزېږاوه

اگست 9, 2021
د کارنده مالي مدیر ځانګړنې کومې دي؟

د کارنده مالي مدیر ځانګړنې کومې دي؟

اکتوبر 18, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved