چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

اتمر: دا وېره شته چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ور نه کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 17, 2020
in افغانستان
0
اتمر: دا وېره شته چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ور نه کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې احتمال شته چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي. حنیف اتمر چې پرون یې په ولسي جرګې کې د باور رایې اخیستو لپاره خپلې برنامې تشرېح کولې، وویل، چې افغانستان په حساسو شرایطو کې دی او د دې اړتیا ده چې مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي. نوموړی دغه راز وايي، که وضعیت همداسې دوام کوي او طالبان پر خپلو ژمنو عمل نه کوي، نو ښايي د افغان سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع هم زیانمنه شي.

پرون په ولسي جرګه د افغانستان د کابینې درېیو غړو د خپلو راتلونکو پروګرامونو او پلانونو په اړه خبرې وکړې. د بهرنیو چارو لپاره نوماند وزیر په خپلو څرګندونو کې د افغانستان پر بهرني سیاست، سولې، نړیوالو مرستو او نړیوالې اجماع خبرې وکړې. نوموړي وویل، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې څلور کلنې مرستې په راتلونکو دوو میاشتو کې پای ته رسېږي چې له همدې امله د جینوا کنفرانس لپاره تیاری روان دی. هغه وايي، د دې احتمال شته چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شي. حنیف اتمر وایي، ښايي نړیواله ټولنه نور په دې بریالۍ نه شي چې له افغانستان سره خپلو مالي مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي. د ده په خبره: ((د دې خطر شته چې نړیواله ټولنه نور له افغانستان سره د مرستو په برخه کې پاتې راشي، ښايي خپلو همکاریو ته ادامه ور نه کړي، خو د جینوا په کنفرانس کې موږ د دوی د مرستو د جلب لپاره هڅه کوو)).

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

حنیف اتمر وایي، نړیوالې ټولنې افغانستان ته د مرستو د دوام لپاره یو شرط ټاکلی او د کابینې په غونډه کې پر دې شرط خبرې روانې دي. نوموړي د دغه شرط په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی، خو تر دې وړاندې ځینو مرستندویه هېوادونو ویلي وو چې له افغانستان سره د دوی مرستې له دې وروسته د سولې هوکړې پر عملي کېدو او په افغانستان کې پر روان وضعیت پورې تړلې دي. دوی ویلي وو چې که په افغانستان کې سوله راځي او جګړې کمېږي، نو دوی به د خپلو مرستو پر جریان بیا کتنه کوي.

حنیف اتمر دغه راز د سولې په اړه هم خبرې او څرګندونې لرلې. نوموړي وویل چې د سولې له راتګ سره سره، دې احتمال شته چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو دوام وکړي. د ده په خبره، په افغانستان کې اوس د جنګېدونکو وسله والو له هرو پنځو یو یې بهرنی دی چې افغان حکومت له بهرنیو جنګیالیو سره سوله نه کوي، بلکې د ترهګر په توګه به یې پر وړاندې مبارزه کوي. اتمر وایي، دغه ډلې ښايي ترهګریزو فعالیتونو ته د سولې تر راتګ وروسته هم ادامه ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت لپاره نوماند وزیر دغه راز زیاته کړې چې د افغانستان د سولې پروسه له نړیوال ملاتړ او د نړیوالې تولنې له همکارۍ پرته بریالۍ کېدای نه شي. هغه وایي، که وضعیت همداسې دوام کوي او جګړې شدیدې وي، نو د دې احتمال شته چې د افغان سولې په اړه رامنځ ته شوې اجماع زیانمنه شي. نوموړی وایي چې دوی له ټولو خواوو هڅه کوي، څو د افغان سولې په اړه اوسنۍ اجماع لا پیاوړې شي او د سیمې هېوادونه په صادقانه توګه په دې بهیر کې مرسته وکړي.

حنیف اتمر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره همکاري وکړي. د ده په خبره، ملګري ملتونه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د سولې لپاره او تر سولې وروسته له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او مالي برخه کې همکاري وکړي، څو افغان حکومت وکړی شي د دې پروسې د بریا لپاره مهمې برنامې جوړې کړي او افغانستان ته دایمي ثبات راولي.

حنیف اتمر پر طالبانو نیوکه کړې چې تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی، جګړې یې نه دي کمې کړې او پر ژمنو عمل نه کوي چې همدې مسئلې جګړه اوږده کړې ده. د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم بیا په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی سولې ته ژمن دي او هیله لري چې روان مذاکرات ژر تر ژره پایلې ته ورسېږي.

Tags: Top
Previous Post

موټرولا نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

Next Post

په کندوز کې یوه افغان سوداګر د نږدې ۶ میلیونه ډالرو په لګښت د وریجو د پروسس فابریکه جوړه کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په کندوز کې یوه افغان سوداګر د نږدې ۶ میلیونه ډالرو په لګښت د وریجو د پروسس فابریکه جوړه کړې

په کندوز کې یوه افغان سوداګر د نږدې ۶ میلیونه ډالرو په لګښت د وریجو د پروسس فابریکه جوړه کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ملي پراختیا شرکت: د ډبرو سکرو عواید به د قوش‌تېپې پر کانال ولګول شي

ملي پراختیا شرکت: د ډبرو سکرو عواید به د قوش‌تېپې پر کانال ولګول شي

جنوري 13, 2024

په اسيا کې د کوچنۍ کړۍ جوړولو لپاره د بايډن اقدامات بې ځایه دي

سپتمبر 13, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved