د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال سره لیدنه کې ویلي چې پاکستان دې د طالبانو پناه ځایونه او مالي مرستې بندې کړي او دغه ډله دې د سولې جدي خبرو ته وهڅوي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اتمر نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې له محمود قریشي سره لیدلي دي. اتمر دغه راز ویلي چې د افغان سولې خبرو د بریا لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ اړین دی او پاکستان دې په دې برخه کې خپل رول په سمه توګه ادا کړي. په ورته وخت کې محمود قریشي یو ځل بیا افغان سوله د سیمې د ثبات لپاره مهمه بللې او ټینګار یې کړی دی چې د تاوتریخوالي دوام د سولې هڅې له ګواښ سره مخ کوي او دوی به هڅه وکړي چې طالبان خبرو ته چمتو کړي. نوموړی مذاکراتو ته د طالبانو د چمتو کولو خبره پر داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو ویلي چې ګوندې دوی پر یاده ډله پام وړ اغېز نه لري.












