چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

اته هغه ناوړه عادتونه چې خلاقیت له منځه وړي

ژباړه: حامد احمدزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 2, 2021
in روغتیا او ژوند
0
اته  هغه ناوړه عادتونه چې خلاقیت له منځه وړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

که له ځان سره دا فکر کوی چې زیاتره خلک له نوښتونو سره دې دنیا ته راغلي او تاسو ترې بې برخې یاستی، تېروتنه کوی؛ ځینې خلک نوښتګر دي، ځکه یې نوښت کړی. کارپوهان په دې باور دي چې نوښت یو مهارت دی چې زده کولی یې شی، نو د نورو مهارتونو په څېر، تاسو باید له عمل او هڅې سره نوښتګر و اوسئ. نوښت یوازې په دې نشي کېدای چې موږ دې هره ورځ له ځان سره همدا کلمه زمزمه کړو، که غواړو نوښت وکړو، هره ورځ باید هڅه وکړو او خپل فکر د نویو کارونو په لور برابر کړو، خو په دې باید پوه شئ، چې د نوښت په مخ کې لوی خنډونه هغه ناوړه عادتونه دي چې موږ په خپل ذهن کې ځای ورکړی، په دې لیکنه  کې ۸ هغه  ناوړه عادتونه در پېژنو چې خلاقیت له منځه وړي، که تاسو هم دغه عادتونه لری، ښه ده چې نور یې هېر کړئ.

۱– د نورو په اړه قضاوت کول

د نوښت لپاره باید نوي نظرونه او مفکورې ولرو، څو نوې اختراع وکړو. که چېرې په خپلو نوښتونو ژر قضاوت وکړی، دا د دې لامل کیږي چې پر خپلو کارونو شکمن و اوسی او د نوښت کمه نتیجه ووینی. د بیا کتنې  پروسه په جلا توګه تر سره کړئ، لومړی دې ته اجازه ورکړئ، چې خام نظرونه مو وړاندې کړی او وروسته کولی شی چې غوره نظرونه او نوښتونه مو رامخ ته کړئ.

۲– جرئت نه کول

که تاسو له خطرونو څخه وېره لری، نو دا به بې له شکه ستاسو لپاره له اوسنۍ لارې انحراف کولو کې ستونزمن وي. که غواړی چې نوښتګر و اوسی، باید زړور و اوسئ او هغه واړه کارونه چې مخکې مو خنډ ګرځي، له مخې لرې او بابېځه وګڼئ. شته فرصتونه چې په مخکې یې لری، و ازمويئ. ډار د نوښت په مخ کې تر ټولو لوی خنډ دی.

۳– له ماتې وېره

له ماتې وېره موږ نه پرېږدي چې نوښت وکړو. که زموږ هدف د ناکامۍ او تېروتنو مخنیوی وي، نو موږ چوپ او محافظه کاره یو. نوښت یانې د هغو فرصتونو ازمایل کوم چې موږ مخ کې لرو، نوې زړه راښکونکې مفکورې چې په خپل ذهن کې یې لرو، د ټولو هغو تېروتنو ارزښت لري کومې مو چې له دې مخکې کړې دي.

۴– له نورو سره خپل ځان برابرول

کله چې خپل ځان له نورو سره پرتله کوی، دا مو په ذهن کې نوښت او هغه څه چې تاسې یې د خپل ژوند د ښه کولو لپاره لری، یو مخ له منځه وړي. د خپل ځان لپاره معیار وټاکئ، خپله لاره خپله وټاکئ او له نورو سره هېڅکله ځان مه پرتله کوئ. په دې دنیا ستاسو لپاره تر ټولو ستره ډالۍ ستاسو نوښت دی.

۵– د ډاډ نه لرلو اندېښنه

ډېر خلک د ډاډ نه لرلو له امله اندېښنه کوي، دا خلک غواړي چې هرڅه سم او منطقي وي؛ خو د نوښت لپاره موږ باید د ډاډ منلو جرئت ولرو. که پر یوڅه پوره ډاډمن نه یاستی، ډېره اندېښنه ورته مه کوئ، نوښ یو عادت دی او غوره نوښت د ګټورو عادتونو هغه پایله ده، چې موږ ته دا توان راکوي څو له تخیل څخه ګټه پورته کړو. د دې لپاره چې یو نوښتګر شخص و اوسی، له تېروتنو مه ډارېږئ.

۶– له نیوکو وېره

په کار کې له نورو نظر اخیستل ښه دي، په خپلو کارونو کې د نورو سالمې نیوکې هم ومنئ، خو په دې شرط چې دغه نیوکې او نظرونه مو باید ونه ځوروي، موږ ټول د نورو نظرونو ته اړتیا لرو. د نورو خلکو نیوکې د دې لامل کیږي چې موږ پرمختګ وکړو. له نیوکو وېره؛ زموږ ماتې او ناکامي یقیني کوي.

۷– پر ځان باور نه لرل

پر ځان بې باوري په اوږدمهال کې زموږ پر وړتیاوو باندې منفي اغېزه کوي. د نوښت لپاره غوره لاره لومړی پر خپل ځان باور دی.

۸– بې ځایه اندېښنې

نوښتګر خلک پوهیږي چې په یوه ځانګړې موضوع کې ډېره بوختیا او تمرکز کول د خلاقیت اصلي ریښه ده. مهمه دا ده چې که تاسو غواړی نوښتګر و اوسی، دا مه هېروئ هرڅومره چې تاسو پر خپلو کارونو ښه تمرکز ولری، هغومره به مو ذهن روښانه او نوښت به مو کړی وي. نوښت هغه شعوري هڅه ده، چې نوې غوښتنې رامنځته کوي او په ښه ډول یې ځواب وایي. هرڅوک کولی شي چې په ژوند کې نوښتګر و اوسي، دا دې هر شخص په هڅو، کلک هوډ او پلان پورې اړه لري. که نوښت نه وای، په نړۍ کې به دومره ستر بدلونونه نه رامنځته کېدل. د نوښت کولو لپاره ټول هغه عادتونه له ځانه لرې کړئ چې د نوښت مخه مو نیسي او هغه خپل کړئ چې د بریا او نوښت سبب مو ګرځي.

Previous Post

ګارډین: افغان جګړې د بایډن له ادارې لار ورکه کړې

Next Post

حامد کرزی: هېڅ پلمه دې د مذاکراتو د ځنډ سبب نه ګرځي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
حامد کرزی: هېڅ پلمه دې د مذاکراتو د ځنډ سبب نه ګرځي

حامد کرزی: هېڅ پلمه دې د مذاکراتو د ځنډ سبب نه ګرځي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لاوروف: د کرونا ویروس موضوع باید سیاسي نه کړو

لاوروف: د کرونا ویروس موضوع باید سیاسي نه کړو

اپریل 14, 2020
تېر کال د چین د کلتوري چارو ارزښت نوی ریکارډ جوړ کړی

تېر کال د چین د کلتوري چارو ارزښت نوی ریکارډ جوړ کړی

جون 29, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved