د سولې له په ټپه ولاړ وضعیت سره هممهاله د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي کابل ته سفر کړی دی. نوموړي لومړی د ملي مصالحې عالي شورا له رییس، مرستیالانو او غړو سره کتلي دي. بیا یې له ولسمشر غني سره لیدلي او له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې هم لیده کاته شوي دي. افغان سیاسیونو او چارواکو په دې لیدنو کتنو کې له خلیلزاد د سولې بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی چې روان تاوتریخوالی باید پای ته ورسول شي.
وروسته له هغې چې بایډن په امریکا کې واک ته رسېږي، خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د سفرونو نوې لړۍ پيل کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې خلیلزاد به د کابل او دوحې ترڅنګ د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري او هڅه به وکړي چې له دغه بهیر د سیمهییزو هېوادونو ملاتړ ډېر کړي. خلیلزاد د دغه سفر په لړ کې لومړی کابل ته راغلی او دلته یې له افغان چارواکو او سیاسیونو سره پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په دې لیدنه کې له زلمي خلیلزاد غوښتي چې د سولې خبرې باید چټکې کړل شي او په هېواد کې ژر تر ژره دایمي ثبات ته لاره هواره کړل شي. د ملي مصالحې عالي شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ډاکتر عبدالله له خلیلزاد د سولې پر هوکړې د بیا کتنې د لړۍ چټکول غوښتي او دغه راز یې خلیلزاد ته ویلي، چې افغانان دایمي اوربند او سولې ته اړتیا لري او باید ژر تر ژره د افغانانو دغه هيله پوره کړل شي. د سرچینې په خبره: «د امریکا متحده ایالتونو د نوي حکومت له لوري د سولې خبرو اترو او هوکړې په بیاکتنې، د سولې خبرو اترو په چټکېدو، په دوحه کې د سولې خبرو اترو پر دویم پړاو، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د سولې خبرو اترو کې د پرمختګ پر لارو چارو او د یوې تلپاتې سولې په ټنګښت بحث او د نظرونو تبادله وکړه».
خلیلزاد له ولسمشر غني سره هم لیدلي او په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې خبرو پر چټکتیا ټینګار کړی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د سولې خبرې باید چټکې کړل شي او دلته دې د روانې جګړې د ختمولو لپاره ژر تر ژره اړین ګامونه اوچت کړل شي.
بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا له خلیلزاد سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې په هېڅ پلمه دې د سولې خبرې نه ځنډول کېږي. د حامد کرزي په خبره، افغانان له جګړو ستړي شوي او سولې ته رسېدل یې مسلم حق دی، نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې د سولې لپاره رښتیني او پیاوړي ګامونه اوچت کړي. ښاغلي کرزي په هېواد کې روان تاوتریخوالی هم د جدي اندېښنې وړ بللی او د جګړې پر ښکېلو لورو یې غږ کړی، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
له دې سره جوخت د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی نادر نادري وایي، چې طالبانو د دوحې پر هوکړه عمل نه دی کړی. د ده په خبره، د دوحې په هوکړه کې راغلي وو، چې باید تاوتریخوالی کم کړل شي او بین الافغاني خبرې مخ ته یووړل شي، خو داسې نه دي شوي. د ده په وینا، له هغه ورځې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې، په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده. هغه وایي، چې په دې موده کې ۵۲۳۱ ملکيان وژل شوي دي.
بلخوا د افغان حکومت د ملي دفاع لومړي مرستیال او سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وویل، افغان ځواکونه جګړې ته تیار دي، خو لومړیتوب سوله ده او ټول اړخونه په دې ټینګار کوي چې باید مذاکرات یوې پایلې ته ورسول شي.












