د ازبکستان د تخنیکي متخصصینو یوه ډله د مزارشریف د هوایي ډګر د تجهیزاتو د ترمیم لپاره دغه ښار ته تللې ده. د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف پرون وویل چې د تخنیکي متخصصینو دا ډله به د را روان دوه زره دوه ویشتم کال په لومړیو کې خپل کار بشپړ کړي. دا مرسته د دې څرګندونه کوي چې ازبکستان غواړي له طالبانو سره په ارتباط کې وي. ازبیکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره هم دا منلې ده چې د ترمز بندر له لارې افغانستان ته مرستې واستوي. د ملګرو ملتونو دې ادارې په تېرې یوې اوونۍ کې نژدې سل ټنه بشری مرستې په ترمز کې یوه لوژستیکي مرکز ته انتقال کړې دي.










