برېښنا شرکت اعلان کړی چې له ازبکستان د برېښنا د لېږد بهیر یې د یوه راتلونکي کال لپاره غځولی دی. د برېښنا شرکت په اعلامیه کې چې نن خپره شوې، راغلي دغه تړون د دې شرکت د عمومي اجرایوي رییس محمد امین او د ازبکستان د برېښنا د ملي شرکت د رییس داداجان ایساکولوف ترمنځ په دغه هېواد کې لاسلیک شوی دی. ددې هوکړې له مخې، چې د دواړو لورو ترمنځ له درې ورځنیو خبرو وروسته لاسلیک شوه، ازبکستان د ۲۰۲۲ کال تر پایه افغانستان ته برېښنا ورکوي. په دغه تړون کې د برېښنا کچه په یوه کال کې د کابو سل میلیون ډالرو په بیه دوه میلیارد کیلوواټ ساعته برېښنا یاده شوې ده. سربېره پر دې، د برېښنا شرکت پلاوي دغه هېواد ته په سفر کې د پلخمري د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا پروژې په هکله چې تېر کال لاسلیک شوې وه، هم خبرې اترې کړې دي.












