سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

استقامت د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 11, 2020
in پوهنتون
0
استقامت د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

استقامت د لوړو زده کړو موسسې خپلې رسمي چارې په لوړو زده کړو وزارت کې تر ثبت او راجستر وروسته په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د دریو پوهنځیو (شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو او انجنیري) په درلودلو سره پیل کړې دي. د استقامت د لوړو زده کړو موسسې عمومي رییس عبدالعزیز صمدیار وایي، تر اوسه پورې همدا درې پوهنځي لري. دی وایي چې د نورو پوهنځیو د اېجاد هڅه یې هم کړې ده، خو دا چې لوړو زده کړو وزارت د ولسمشر په امر د نویو پوهنځیو د تاسیس چارې ځنډولې دي، نو دوی نه دي توانېدلي چې نوي پوهنځي تاسیس کړي. ښاغلی صمدیار وایي، شرعیاتو پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (اسلامي تعلیمات او فقه او قانون)، حقوقو پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه (اداره او ډیپلوماسي او قضا او څارنوالي) او انجنیري پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه  سېول او الکترونیک) لري. په استقامت د لوړو زده کړو موسسه کې د ۱۳۰۰ په شاوخوا کې محصلین پر زده کړو بوخت دي، چې ۸۰۰ یې نارینه او پنځه سوه یې ښځینه محصلینې دي.

استقامت د لوړو زده کړو موسسه کې هغه محصلین هم جذبېږي چې تر څوارلسم پورې یې زده کړې کړې وي. د دې موسسې عمومي مشر وایي، هغه محصلین چې له لومړي سمیسټر تر اتم سمیسټر پورې یې د دوی په موسسه کې لوړې زده کړې دي، تر اوسه پورې یې درې دورې د لېسان په کچه فارغ کړي او هغه محصلین چې له څوارلسم فارغ شوي او دوی په یو کال تنزیل نیولي، بیا یې په ټوله کې پنځه دورې محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. ښاغلی صمدیار وایي چې ډېری محصلینو یې ان د زده کړو پر مهال دندې درلودې. دی وایي، اتیا سلنه فارغ شوي محصلین یې په مرکز او د هېواد په ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر کار بوخت دي. عبدالعزیز صمدیار وایي، په کلني ډول له ۶۰۰ تر ۷۰۰ پورې نوي محصلین چې ښځې او نارینه دواړه پکې شامل وي، جذبوي.

استقامت د لوړو زده کړو موسسه د بېلابېلو کټه‌ګوریو لپاره بېلابېل تخفیفونه لري. ښاغلی صمدیار وایي چې همدا اوس د دوی د موسسې په فعالو پوهنځیو کې د ۷۵۰ په شاوخوا کې محصلین د ځانګړي تخفیف له مخې پر زده کړو بوخت دي. دی وایي، د هغو محصلینو لپاره چې له یوې کورنۍ څخه درې یا څلور کسه وي، ځانګړی تخفیف ورکوي. دغه راز د معلولینو، د شهیدانو د ورثه و او بې‌وزله کسانو لپار تخفیف ورکوي. نوموړی وایي چې په ټوله کې له سل سلنې نیولې تر شل سلنې پورې د محصلینو لپاره تخفیف ورکوي.

په استقامت د لوړو زده کړو موسسه کې د ورځې په دریو ټایمونو کې تدریس کېږي چې د سهار له اتو د غرمې تر دوولسو، د ماسپښین له یوې بجې د مازدیګر تر څلورو او دغه راز د شپې ټایم هم لري چې له څلورو پیلېږي او تر اتو بجو پورې دوام کوي. د لوړو زده کړو دغه موسسه مجهز کتابتون لري، چې په دریو برخو ویشل کېږي. لومړی برخه کې یې په هارډ ډول ده چې د څلورو زرو په شاوخوا کې کتابونه پکې موجود دي. ښاغلی صمدیار وایي چې محصلین یې کولای شي په افلاین ډول د دوی له کتابتون ګټه واخلي، د دوی لپاره یې په کمپیوټرونو کې په سافټ ډول بېلابېل کتابونه ځای پر ځای کړي او تر څنګ یې کولای شي په انلاین ډول هم له کتابتون څخه ګټه واخلي، کتابونه مطالعه کړي او خپل معلومات زیات کړي.

استقامت د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه په رسمي ډول په کور د ننه له کوم پوهنتون سره د علمي اړیکو هوکړه نه لري. ښاغلی صمدیار وایي چې په کور د ننه له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره غیر رسمي علمي اړیکې لري او وخت ناوخت د دغو پوهنتونونو په غونډو او ناستو کې ګډون کوي، تر څنګ یې د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې غړیتوب لري، خو په رسمي ډول یې تر اوسه پورې له کوم پوهنتون سره د علمي اړیکو هوکړه نه ده لاسلیک کړې. دی وايي، په دې برخه کې یې هڅې پیل کړې دي. عبدالعزیز صمدیار وایي، دوې میاشتې کېږي چې په سعودي عربستان، ترکیه او هند کې یې ځینو پوهنتونونو ته د علمي اړیکو د هوکړو غوښتنلیکونه سپارلي او ډېر ژر به په دې هېوادونو کې له ځینو پوهنتونونو سره هوکړې ولري چې له مخې به یې ځینې استادان او محصلین د لا نورو لوړو زده کړو، تجربې او وړتیاو تر لاسه کولو لپاره دغو پوهنتونونو ته ور استوي او له تجربو به یې ګټه اخلي.

د استقامت د لوړو زده کړو موسسې اداره وایي، کله چې محصل فارغېږي، له خپل مونوګراف دفاع کوي، د لوړو زده کړو وزارت په تاییدۍ سره ورته یوه تصدیق پاڼه او د نومرو ترانسکریپ ورکوي، څو محصل وکولای شي له حقونو یې برخمن شي، خو هغه ډیپلومونه چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورکول کېږي، تر اوسه پورې یې د دوی موسسې ته نوبت نه دی رسېدلی. دی وایي چې تر اوسه پورې ځینو محدودو خصوصي پوهنتونونو ته دغه ډیپلومونه ویشل شوي دي، کله چې د دوی وار را ورسېږي، خپلو فارغ شویو محصلینو ته به دغه ډیپلومونه ورکوي. صمدیار وایي چې خصوصي پوهنتونونه پر خپل وخت د فارغ شویو محصلینو اسنادونه په لوړو زده کړو وزارت کې د خصوصي پوهنتونونو ریاست ته سپاري، خو دا چې د خصوصي پوهنتونونو شمېر زیات او د ریاست د کار کوونکو شمېر یو څه کم دی، نو معلومه خبره ده چې د محصلینو د تحصیلي اسنادونو تاییدي یو څه ځنډنۍ کېږي.

د استقامت د لوړو زده کړو موسسه خپلو محصلینو ته د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو زمینه هم برابروي. د دې موسسې عمومي مشر عبدالعزیز صمدیار وایي چې د محصلینو لپاره د مشورې برخه لري، د خپلو استادانو او یا نورو استادانو پر مټ ورته وخت ناوخت سمینارونه او ورکشاپونه دایرېږي، ژمني پروګرامونه لري، د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصلین د کابل عدلي طب ته د عملي زده کړو لپاره ور استوي، د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي علومو د محصلینو لپاره تمثیلي محکمې جوړوي او له برېښنا ریاست او ټولګټوچارو وزارت سره د هوکړو له مخې د انجنیري پوهنځي محصلین د عملي زده کړو لپاره دغو بنسټونو ته ور استوي، مانا دا چې په ټوله کې د محصلینو لپاره د نظري زده کړو تر څنګ، د عملي زده کړو امکانات هم لري. په دغه موسسه کې د تدریس چارې د ۳۰۰ په شاوخوا کې استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي. په دې کې دایمي، نیمه دایمي او قراردادي استادان دي چې د تدریس کافي تجربه لري. ښاغلی صمدیار وایي چې ۱۵ سلنه استادان یې ښځینه او پاتې نور نارینه دي.

د نویو پوهنځیو تاسیس، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع، د ماسټرۍ پروګرام پیلول، د سیمې او نړۍ په کچه له پوهنتونونو سره د علمي اړیکو د هوکړو لاسلیکول، له پوهنتونونو سره د وډیو کنفرانس له لارې اړیکې ټینګول او د تجربو شریکول د استقامت د لوړو زده کړو موسسې راتلونکې پلانونه دي. د صمد يار په خبره، موسسه یې د خپلې شخصي ودانۍ درلودونکې ده چې د یوه پوهنتون ټول معیارونه پکې په پام کې نیول شوي دي.

د دې موسسې اداره وایي، لوړو زده کړو وزارت باید په هر اړخیزه توګه له خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو سره همکاري وکړي، ځکه دغه څه په افغانستان کې یوه نوې تجربه ده، نو د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت هر اړخیزې مرستې ته اړتیا لري. د دې تر څنګ، له لوړو زده کړو وزارت او په ټوله کې له دولتي ادارو څخه غواړي چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو فارغینو ته په یوه سترګه وکتل شي، تبعیض او د مور او میرې چلن ور سره ونه شي. ځکه دولتي او خصوصي پوهنتونونه دواړه د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو په چوکاټ کې فعالیت کوي او یو ډول نصاب پکې تدریسېږي، تر څنګ یې د خصوصي پوهنتونونو محصلین د زده کړو په بدل کې پیسې هم ورکوي او د وطن په ابادۍ کې برخه اخلي چې باید په کمه سترګه ورته ونه کتل شي. ښاغلی صمدیار وایي، تر هغه چې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې پر خپلو پښو درېږي، په ټوله کې د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت کلک لاسنیوي او مرستې ته اړتیا لري چې باید خپله مرسته او همکاري ترې ونه سپمول شي.

Previous Post

امریکا کې سخت توپان ۲۴ کسان مړه کړي

Next Post

خاویر پرز دکوئیر

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
استقامت د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

خاویر پرز دکوئیر

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

خوست کې د ۱۱۹ زره ډالرو په لګښت پروژې بشپړې شوې

خوست کې د ۱۱۹ زره ډالرو په لګښت پروژې بشپړې شوې

جنوري 2, 2024
دفاع وزارت: غزني کې ننني موټربم برید لس سرتېري وژلي

دفاع وزارت: غزني کې ننني موټربم برید لس سرتېري وژلي

نوومبر 29, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved