د فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د پاکستان د طبي علومو انستیتوت (PIMS) د مور او ماشوم روغتیا په څانګه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي. راپور وايي، اور د چهارشنبې په سهار د روغتون د درېیم پوړ په نرسري کې لګېدلی او د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ایرکنډیشن په سیستم کې د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوی دی. په هغه مهال په نرسري کې ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان وو چې یوازې یو ماشوم ژغورل شوی دی. پاکستاني چارواکو د پېښې د علت او د روغتون د خوندیتوب د وضعیت په اړه څېړنې پیل کړې دي. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او د مسوولینو د پېژندلو او د پېښې د بشپړې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.














