چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

اشرف‌غني او ملګري یې څه ډول د سولې مخالفت کوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 1, 2020
in تبصرې
0
د قواوو که د افرادو ټکر؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پرون نیویارک ټایمز ورځپانې لیکلي وو چې اشرف‌غني او ملګري یې د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي. ورځپاڼه وايي چې په دوحه کې د افغان حکومت د پلاوي او طالبانو ترمنځ په کړنلاره توافق شوی، خو دا توافق د ولسمشر‌ غني له مخالفت سره مخ شوی دی. اشرف‌غني او ملګري یې پرله پسې هڅې کوي چې د سولې په لاره کې خنډونه جوړ کړي او تر هغو دا پروسه وځنډوي، چې بایډن واک اخلي.

څو ورځې وړاندې په دوحه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ پر کړنلاره توافق وشو، وروسته د دواړو لورو په عمومي غونډه کې هم دا کړنلاره نهايي شوه او په ټیته کچه لاسلیک یا په نښه شوه. وروسته د دې هوکړې د نهايي کېدو په اړه کوربه هېواد هم خبر شو او یوه کاپي یې قطري چارواکو ته وسپارل شوه. دا پرمختګ د جینوا تر کنفرانس وړاندې وشو او حکومت هم داسې ښودله چې پرمختګ شوی، څو د جینوا کنفرانس ته وښيي چې حکومت د سولې په پروسه کې انعطاف ښيي، خو همدا چې کنفرانس تېر شو، ارګ بېرته پخواني حالت ته ور وګرځېد او پر کړنلاره شوې هوکړه یې رد کړه. دا چاره آن د دې سبب شوه چې د مذاکراتي ټیم په منځ کې اختلاف پیدا شي او خبره یې تر دې ورسیده چې یوه غړي یې په علني ډول د اشرف‌غني دریځ رد کړ او ویې ویل چې دوی پر کړنلاره هوکړه کړې ده.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

ارګ په ښکاره نه وايي چې د سولې مخالف دی، چارواکي بیا بیا وايي چې دوی سوله غواړي او د سولې لپاره جدي اراده لري، خو ستونزه دا ده چې د حکومت دریځ د سولې مخه نیسي. د اشرف‌غني او ملګرو دریځ یې دا دی چې اشرف‌غني مشروع ولسمشر دی او پینځه کاله باید په واک کې وي. دوی واضح وايي چې طالبان دې راشي، وسله دې پر ځمکه کېږدي، جمهوریت او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې باید ومني، اساسي قانون دې ومني، د یوه سیاسي ګوند په توګه دې کار پیل کړي، که اړتیا وه چې په اساسي قانون کې بدلون راشي، هغه به هم خپله د همدغه قانون پر اساس بدلېږي. دوی وايي چې طالبان دې بیا په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي او که یې ټاکنې وکټلې، واک دې واخلي او که نه، خپل سیاسي ګوند دې وچلوي.

د ارګ دا دریځ په واضح ډول د سولې مخالف دی. په دې ډول سوله هېڅ ممکنه نه ده، دا د جګړې د دوام مانا لري. نه یوازې طالبان، بلکې آن یوه کمزورې ډله به هم په دې شرایطو له اشرف‌غني او ملګرو سره یې سولې ته زړه ښه نه کړي. اوس چې دوی په خوله سوله غواړي، یا ځیني واړه ګامونه یادوي، دا یوازې د خلکو په سترګو کې د خاورې شیندلو لپاره دي. په واقعیت کې اشرف‌غني او ملګري یې د خپل واک لپاره د سولې پر ضد ولاړ دي. له هرې لارې کار اخلي چې د سولې مخالفت وکړي او د خپل واک دوام ته لاره برابره کړي.

Previous Post

د ملي امنیت رییس په ګډون؛ شپږو نوماند وزیرانو له ولسي جرګې د باور رایه تر لاسه کړه

Next Post

قهوه وزن کموي او که یې زیاتوي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
قهوه وزن کموي او که یې زیاتوي؟

قهوه وزن کموي او که یې زیاتوي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان کې د تېلو بيې نورې هم لوړې شوې دي

پاکستان کې د تېلو بيې نورې هم لوړې شوې دي

سپتمبر 17, 2023

د سي جي ټي اېن نظرپوښتنې د اسيايانو په سترګو کې د امریکا منفي بڼه رسوا کړې

جون 28, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved