چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

افغانان به بېرته راګرځي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 15, 2022
in تبصرې
0
په انتالیا دیپلوماسۍ فورم کې د افغانستان ښه استازیتوب
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 شاوخوا درې سوه هغه افغانان چې څو میاشتې وړاندې د امریکا له لوري د تخلیې په پروګرام کې متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي وو، بېرته هېواد ته راګرځېدلي دي. دا درې سوه کسان چې د اماراتو په ابوظبۍ ښار کې په یوه نظامي کمپ کې اوسېدل وایي چې هلته وضعیت له هره اړخه ډېر خراب و، نو ځکه بېرته راغلي دي. د راپورونو له مخې، په بېرته راغلو افغانانو کې یو شمېر داسې کسان هم شته چې له امریکایي او غربي ادارو سره یې په نظامي او ملکي برخه کې کار کړی دی. امریکا له افغانستان څخه زرګونه کسان ایستلي چې یوه برخه یې لا هم په البانیا، ابوظبۍ، یوګنډا، المان او قطر کې د امریکا په نظامي کمپونو بې برخلیکه پراته دي. یوازې په متحده عربي اماراتو کې ۱۲ زره داسې کسان پراته دي چې څو ځله یې لاریونونه هم کړي‌ دي، خو څوک یې غږ نه اوري او دا دی ځینې یې بېرته افغانستان ته را ګرځي.

افغانستان ته را ګرځېدل په هر حال ښه پرېکړه ده او پکار ده نور هغه کسان هم چې په نظامي کمپونو کې بې برخلیکه پراته دي افغانستان ته را وګرځي. دا سمه ده چې دلته وزګارتیا او اقتصادي ستونزې شته او ښايي‌ ځیني له دې کبله له افغانستان څخه وتلي وي، خو ډېری داسې کسان هم شته چې هېڅ ډول اقتصادي ستونزه نه لري، خو بیا هم له هېواده وتلي دي.‌ دوی فکر کاوه چې د تېر کار او ماموریت له کبله به وځورول شي، نو ځکه یې هېواد پرېښود، خو له څو میاشتو وروسته اوس ښکاري چې دا وېره بې ځایه وه. ‌دا سمه ده چې ځینې داسې پېښې شوي چې خلک د تېر ماموریت له کبله وځورول شي، خو دا پېښې ډېرې لږې دي. اوس چې ورځ تر بلې حالت ښه کېږي، نو هغه خلک چې یوازې له دې وېرې یې هېواد پرې اېښی و، پکار ده چې له دې موقع استفاده وکړي، په کمپونو او پردیو هېوادونو کې سخت او د ذلت ژوند پرېږدي‌ او په خپل هېواد کې بېرته د عزت ژوند او کار پیل کړي.‌ حیرانوونکې خو دا ده چې په دغو کمپونو کې داسې کسان هم پراته دي چې نه له سیاسي اړخه په افغانستان کې ستونزه لري او نه هم له اقتصادي اړخه، خو بهر ته د تللو شوق او هلته د ژوند مینې دوی د امریکا تر نظامي کمپونو رسولي دي او هلته سخت او ذلیل ژوند تېروي. دوی ته پکار ده چې نور له دې شوقه تېر شي او څه ډول چې دا درې سوه کسان را وګرځېدل، داسې دوی هم را وګرځي.

دا طبعي هم ده چې افغانان به بېرته هېواد ته راګرځي،‌ ځکه چې ډېری یې له خپل وطن سره نه شلېدونکې اړیکه لري، خو اسلامي امارت ته هم پکار ده چې د دوی هرکلی وکړي، دلته یې د ستونزو په حل کې مرسته وکړي او تر ممکنه بریده ورسره د کار او دندې په برخه کې هم مرسته وکړي. په دې ډول به هم زیات افغانان خپل هېواد ته راشي او هم به اسلامي امارت د یوه مسوول دولت په شان عمل کړی وي.

Previous Post

د چين اقتصادي پرمختګ افغانستان ته هم ګټې رسوي

Next Post

مرستندویه بنسټونو ته افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
مرستندویه بنسټونو ته افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره ده

مرستندویه بنسټونو ته افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چارواکي: هېواد کې د ۶ لویو بندونو په جوړولو کار روان دی

چارواکي: هېواد کې د ۶ لویو بندونو په جوړولو کار روان دی

اپریل 24, 2024
شهباز شریف:  له هند سره د ټولو جنجالي مسائلو سوله ییز حل غواړو

شهباز شریف: له هند سره د ټولو جنجالي مسائلو سوله ییز حل غواړو

اپریل 14, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved