د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب ویلي، د ۱۴۴۷ کال د حج په پروسه کې له هر حاجي څخه ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ د حج لګښت په موخه اخیستل شوې وې. نوموړي زیاته کړې، د حج پروسې له بشپړېدو وروسته د اټکل شوي لګښت په پرتله لږ مصرف شوی، چې له امله یې د هر حاجي ۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ پاتې شوې دي. د هغه په وینا، دغه پاتې پیسې به بېرته حاجیانو ته ورکړل شي.












