افغان حکومت وايي هڅه کوي د طالبانو اصلي مرکزونو ته د نړیوالو پام راواړوي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي په تازه مرکه کې ویلي چې دوی د نړیوالو قطعنامو په پام کې نیولو سره له ملګرو ملتونو او امنیت شورا غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي او ددغه ډلې وروستي ورانکاره فعالیتونه وڅاري. دده په خبره طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو له همدې امله د نړیوالو بنسټونو مسوولیت دی چې ددغه ډلې پر وړاندې اقدام وکړي. اسحاقزی وایي طالبان لا هم په پاکستان کې مرکزونه لري، امن پټنځایونه او روزنځایونه لري نو ځکه دوی هڅه کوي نړیوالو ته د طالبانو اصلي مرکزونه په ډاګه کړي. دده په خبره پاکستان ته په کار ده چې له طالبانو سره خپلې همکارۍ ودروي او له افغان سولې سره رښتینې همکاري وکړي.












