چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

افغان کډوالو په زور ایستل؛ یوه بوږنوونکې تراژیدي او نړیواله بې‌پروايي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 10, 2025
in تبصرې
0
افغان کډوالو په زور ایستل؛ یوه بوږنوونکې تراژیدي او نړیواله بې‌پروايي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د افغان کډوالو وروستی حالت چې له پاکستان او ایران څخه په زوره ایستل کېږي، د انساني درد، بې‌عدالتیو او نړیوالو ماتو اصولو یوه ژوره بیلګه ده. دا وضعیت نه یوازې د نړیوالو بشري ارزښتونو خلاف دی، بلکې د هغه زغم وروستۍ کرښه ده چې له کلونو راهیسې افغان ملت ترې کړیږي. پاکستان په ښکاره توګه په زوره زرګونه افغان کډوال له خپلو مېنو را ایستلي او ایران هم همدا لار غوره کړې، چې دواړه یو ناوړه انساني حالت ته لمن وهي. دا یو داسی عمل دی چې د هیڅ دلیل، منطق او قانون توجیه نه لري، او باید سخت وغندل شي. پاکستان له کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی، خو دا کوربتوب تل د فشار، سپکاوي، او سیاسي موخو لپاره د استفادې په شکل ښودل شوی. اوس چې حالات بدل شوي، په زوره ایستل یې نه یوازې د بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د ګډو اسلامي، انساني او نړيوالو ارزښتونو سره ښکاره ټکر دی. ماشومان، مېرمنې، زاړه او ناروغان له هېڅ ډول انساني برخورد پرته له خپلو کورونو، کارونو او ژوند څخه بې‌برخې کېږي، او د هیڅ تضمین پرته بیرته افغانستان ته شړل کېږي، چیرته چې نه د سرپناه تضمین شته، نه د ژوند اسانتیاوې او نه هم د کار زمینه. له بل پلوه، ایران هم همدا ډول له افغان کډوالو سره سخت چلند کوي. هره ورځ راپورونه خپریږي چې افغان کډوال شکنجه کېږي، وهل کېږي، زندانونو ته اچول کېږي او یا هم بې سرنوشته له پولو راشړل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې افغان کډوال زیاتره د جګړو، ناورینونو او غربت له امله مجبوره شوي چې خپل هېواد پرېږدي. پاکستان او ایران دواړه چې د اسلامي ارزښتونو د مدافع په توګه ځان وړاندې کوي، باید د ورورګلوۍ، بشردوستۍ او انساني وقار له مخې له افغانانو سره د همدردۍ چلند وکړي، نه دا چې د زور، وهلو او سپکاوي له لارې هغوی له خپلې خاورې وباسي. په دواړو هیوادونو کې د افغان کډوالو حالت دومره ناوړه دی چې آن ماشومانو، ښځو او زړو ته هم رحم نه کېږي. دا ډول برخورد د نړیوالو میثاقونو، لکه د ۱۹۵۱م د مهاجرینو کنوانسیون، سرغړونه ده. افغانستان له دې ناورین سره یوازې پاتې دی، نه نړیوال سازمانونه په جدي توګه مداخله کوي، نه هم د بشري حقونو مدافعین خپل رسالت ادا کوي، او نه هم د کډوالو ساتنې ادارې (UNHCR) جدي او قاطع دریځ لري. افغان سرپرست حکومت ته په کار ده چې دا وضعیت پر نړیوالو محافلو جدي مطرح کړي، د نړیوالو سازمانونو څخه د وضاحت غوښتنه وکړي، او همدا راز د افغان کډوالو لپاره د بیا ځای پرځای کولو، سرپناه، تعلیم، روغتیا او کاري زمینو لپاره عاجلې او عملي تګلارې ترتیب کړي. موږ باید خپل خلک یوازې پرې نږدو. دا زموږ ملي او اسلامي مسؤلیت دی. له نړیوالې ټولنې څخه هم دا تمه کېږي چې نور باید چوپ پاتې نه شي. د بشري حقونو شعارونه، د انسانیت اصول، او د کډوالو نړیوال قوانین باید یوازې د اسنادو تر کچې محدود نه وي، بلکې د عمل په میدان کې باید د افغان کډوالو د ژغورنې لپاره قوي اقدامات وشي. د نړیوالو سازمانونو چوپتیا، او د اسلامي نړۍ بې‌غورۍ اوس نور د زغملو وړ نه ده. په پای کې باید ووایو چې د افغان کډوالو په زور ایستل یوه ملي فاجعه ده. دا یوازې یوه ورځنۍ ستونزه نه ده، بلکې اوږدمهاله انساني زیانونه له ځان سره لري. له همدې امله، دا وضعیت باید جدي وڅېړل شي، نړیوال وجدان دې راویښ شي، او افغان سرپرست حکومت دې ، د خپلو خلکو د عزت، ژوند او سرپناه د ساتنې لپاره هر اړخیز اقدامات تر سره کړي.

Previous Post

هلمند کې د بُست کلا د ترمیم کارۍ چارې پیل شوې

Next Post

کندوز؛ د څه باندې ۲۷۰ زره ډالرو په لګښت د ښوونځي ودانۍ جوړېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
کندوز؛ د څه باندې ۲۷۰ زره ډالرو په لګښت د ښوونځي ودانۍ جوړېږي

کندوز؛ د څه باندې ۲۷۰ زره ډالرو په لګښت د ښوونځي ودانۍ جوړېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شهیدخیل: د ټولنې د پرمختګ لپاره زده کړو ته لاسرسی اړین دی

شهیدخیل: د ټولنې د پرمختګ لپاره زده کړو ته لاسرسی اړین دی

جون 7, 2022
هیواد کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي

هیواد کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي

فبروري 18, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved