چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

الغیاث اسلامي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 23, 2020
in پوهنتون
0
الغیاث اسلامي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

–حمیدالله حمیدي

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

الغیاث اسلامي د لوړو زده کړو خصوصي موسسې خپلې رسمي چارې په ۱۳۹۰ کال کې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ د دوو پوهنځیو (شرعیات او حقوقو) په درلودلو سره په هرات ولایت کې پیل کړې دي. د لوړو زده کړو د دې موسسې علمي مرستیال خان محمد فرامل وایي، اوس هم همدا دوه پوهنځي لري. دی وایي، حقوقو پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (قضا او څارنوالي او اداره او ډیپلوماسي) او شرعیاتو پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه (اسلامي تعلیمات او فقه او قانون) لري، چې له هماغه لومړي سره بیا تر اوسه پورې محصلین پکې پر زده کړو بوخت دي.

په الغیاث اسلامي د لوړو زده کړو موسسه کې اوسمهال د ۱۴۰۰ په شاوخوا کې محصلین لوړې زده کړې کوي، چې تر څلوېښت سلنه ډېرې یې نجونې دي. دی وایي، دا چې د هرات خلک فرهنګي او دیني مسایلو ته ډېر ارزښت ورکوي، نو دوی د ښځینه او نارینه محصلینو لپاره د زده کړو بېل بېل ځایونه برابر کړي، چې همدې ټکي ته په کتو یې د ښځینه محصلینو شمېر د نورو پوهنتونونو په پر تله ډېر دی او ډېری ښځینه محصلینې زړه ښه کوي چې په الغیاث اسلامي د لوړو زده کړو موسسه کې نوملیکنه وکړي. ښاغلی خان محمد وایي، دوی په کلني ډول د شپږ سوه په شاوخوا کې محصلین د لېسانس په کچه فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

د الغیاث اسلامي د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال وایي، چې په کلني ډول یې جذب هر کال توپیر کوي. دی وایي، داسې کلونه هم راغلي چې دوی تر ۱۲۰۰ پورې محصلین جذب کړي دي، خو دغه څه تر ډېره په هېواد کې په امنیتي او اقتصادي وضعیت پورې تړلي وي. دی وایي، تېر کال یې د شپږ سوه په شاوخوا کې نوي محصلین جذب کړي وو. د لوړو زده کړو دغه موسسه د محصلینو لپاره په ډېره لوړه کچه تخفیف ورکوي، داسې چې د خان محمد په خبره تر اوسه پورې به په بل خصوصي پوهنتون کې په دې کچه تخفیف نه وي ورکړل شوی. هغه وایي، ان شپږ زره افغانۍ یې هم په سمیسټر کې له محصلینو اخیستې دي. د خان محمد په خبره، دوی د بې وزله، شهیدانو او معلولینو د ورثه‌وو لپاره هم ځانګړی تخفیف لري. دی وایي، په هر سمیسټر کې ډېر محصلین له دوی سره په وړیا ډول زده کړې کوي.

د لوړو زده کړو دې موسسې د خپلو محصلینو او استادانو لپاره یو مجهز کتابتون برابر کړی، چې د لس زره په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه یې پکې ځای پر ځای کړي دي. د دې موسسې د علمي چارو مرستیال وایي، د پوهنځيو اړوند تخصوصي او نور بېلابېل کتابونه، لکه: دیني، سیاسي، اقتصادي، تاریخي، فرهنګي او نور یې د محصلینو او استادانو د اړتیا پوره کولو لپاره په کتابتون کې ځای پر ځای کړي دي. نوموړی وایي چې محصلین او استادان یې کولای شي وخت ناوخت له دې کتابتون څخه ګټه واخلي، مطالعه یې کړي او د څېړنیزو مسایلو لپاره ترې ګټه واخلي. دی وایي، محصلین، استادان او د هرات ولایت د نورو پوهنتونونو محصلین او نور کسان چې له مطالعې سره مینه لري، کولای شي د دوی له کتابتون څه په امانت ډول کتابونه یوسي او له مطالعې وروسته یې بېرته دوی ته وسپاري. خان محمد وایي، کمپیوټر لب هم لري چې محصلین کولای شي د کمپیوټر د زده کړې تر څنګ له انټرنېټ څخه هم ګټه واخلي.

په الغیاث اسلامي د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د متخصصو او تجربه لرونکو استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي. ښاغلی خان محمد وایي چې هر ډېپارټمنټ یې پنځلس تر شل پورې استادان لري، چې څلوېښت سلنه یې تر دوکتورا او پاتې نور یې بیا د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. دی وایي، د شلو په شاوخوا کې استادان یې په کور د ننه او بهر کې د دکتورا او ماسټرۍ پر اخیستو بوخت دي، چې ډېری یې د دوی لخوا استول شوي دي. نوموړی وایي، هڅه یې دا ده چې ټول استادان یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې ولري او د لوړو زده کړو وزارت معیارونه چې ورته ټاکل شوي دي، پوره کړي.

ښاغلی خان محمد وایي، په کور د ننه له ټولو پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري. هغه زیاتوي، په هرات ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې غړیتوب لري، چې وخت ناوخت خصوصي پوهنتونونه د دې اتحادیې له لارې خپلې ستونزې او تجربې شریکوي او ځینې وخت په انلاین ډول پر ځینو مسایلو خبرې کوي. د دې تر څنګ د ایران، پاکستان او هند له ځینو پوهنتونونو سره که څه هم چې د علمي اړیکو کومه هوکړه نه لري، خو نیکې اړیکې ور سره لري او له تجربو یې ګټه اخلي.

د لوړو زده کړو د دې موسسې اداره وایي، کوم محصلین چې له دې موسسې څخه فارغېږي، د خپل ځانګړي فارمټ درلودونکي تحصلي سندونه ورکوي، چې بیا وروسته د لوړو زده کړو وزارت لخوا تاییدېږي او محصلین کولای شي په دې تحصیلي سندونو باندې د هېواد په د ننه او له هېواده بهر ور باندې نورې لوړې زده کړې وکړي او یا هم د دندې په پیدا کولو کې ترې ګټه واخلي، خو هغه ډيپلومونه چې د هېواد د لوړو زده کړو وزارت لخوا محصلینو ته ور کول کېږي، تر اوسه پورې د دوی موسسې ته نه دي ورکړل شوي.

کتابتون، کمپیوټر لب، حقوقي کلینیک او د ظرفیت لوړولو ورکشاپونه د الغیاث اسلامي د لوړو زده کړو مسسې له امکاناتو څخه دي. د دې تر څنګ د دې موسسې اداره د هرات ولایت له محاکمو سره ځینې هوکړې لري، څو د حقوقو پوهنځي محصلین د عملي زده کړو لپاره ور ولېږي. د لوړو زده کړو دغه موسسه د نګین الغیاث په نوم ټلوېزیون هم لري، چې د محصلینو او استادانو لپاره بېلابېلې دینې، فرهنګي، حقوقي، اقتصادي او سپورټي خپرونې لري چې محصلین او استادان پکې په عملي ډول برخه اخلي.

د نویو پوهنځیو ایجادول، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول، د یوه لوی څېړنیز مرکز جوړول، له هېواده بهر د محصلینو او استادانو لپاره د نورو لوړو زده کړو زمینه برابرول، د انلاین زده کړو زمینه برابرول او د هرات ښار په زړه کې د پوهنتون لپاره یوه لویه ودانۍ جوړول چې د بېلابېلو برخو څیړنیز مرکزونه به پکې فعالیت کوي، د الغیاث اسلامي د لوړو زده کړو موسسې د ادارې راتلونکي پلانونه دي.

د الغیاث اسلامي د لوړو زده کړو موسسې اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې له خصوصي پوهنتونونو سره په هر اړخیزه توګه مرسته وکړي او د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته په یوه سترګه وګوري. ښاغلی خان محمد وایي، لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو لپاره ډېر کله داسې قوانین وضع کوي، چې د لوړو زده کړو په برخه کې له پانګونې د خلکو زړه ور توروي. دی وایي، که خصوصي پوهنتونونه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، نو بیا دې په هر اړخیزه توګه ور سره مرسته وکړي، څو دغه پوهنتونونه پر خپلو پښو ودرېږي. نوموړی وایي، په ځینو مواردو کې لوړو زده کړو وزارت د دې پر ځای چې د خصوصي پوهنتونونو ملاتړ وکړي، ستونزې ورته جوړوي او یا کارونه ورته دومره سختوي چې د پرمختګ مخه یې نیسي. خان محمد وایي، که د لوړو زده کړو یوه موسسه د پوهنتون ټول معیارونه پوره هم کړي، نو اداره اړه ده چې ۳۰ میلیونه افغانۍ په بانک کې تحویل کړي او بیا وروسته لوړو زده کړو وزارت اجازه ورکوي چې له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع وکړي. دوی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې خصوصي پوهنتونونو ته هم د دولتي پوهنتونونو په سترګه وګوري او داسې شرایط ورته وضع کړي، چې وکړای شي پوهنتونونه پرمختګ وکړي، په ښه ډول د هېواد بچیان وروزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي.

Previous Post

د امریکا په کالیفورنیا کې لا هم شدیده اورلګېدنه روانه ده

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
غلاوو او چاودنو پلازمېنه کابل د وېرې او وحشت په ښار بدل کړی

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان: د افغانستان سولې ته هیلې ډېرې شوې دي

پاکستان: د افغانستان سولې ته هیلې ډېرې شوې دي

اگست 26, 2020

Play Games Win Real Money Uk

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved