د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې امریکا طالبانو ته د ډېر امتیاز په ورکولو سره تېروتنه کړې ده. صالح زیاتوي د امریکا لخوا شل کاله وړاندې پیل شوی ماموریت لا نه دی بشپړ شوی. نوموړي ویلي، د ځواکونو ایستل له وړاندې بې ثباته افغانستان کې د تاوتریخوالي د لا ډېرېدو خطر پېښوي. صالح ویلي، د امریکا لخوا طالبانو سره خبرې تېروتنه نه وه، خو د ده په وینا د ټرمپ ادارې دا تېروتنه کړې چې دې ډلې ته یې ډېر امتیاز ورکړی دی. نوموړی وايي امریکایانو ته د یوه ملګري او متحد په توګه وايي چې له تصدیقي میکانیزم پرته پر طالبانو باور به مرګونې تېروتنه وي. امرالله صالح په ورته وخت کې دا هم وايي چې افغانستان امریکايي ځواکونو ته د پاتې کېدو سوال نه کوي او د امریکا پرېکړې ته درناوی لري.











