د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وروستي لیک په اړه د غبرګونونو په دوام تېره ورځ ګڼو افغان چارواکو د امریکا له وروستي دريځ او د دوی له لیک سره مخالفت کړی دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال تېره ورځ په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د امریکا په لیک او نوې طرحه کې له افغانانو د انتخاب یا رایې حق اخیستل شوی او په خبره یې، دوی به په هېڅ صورت د رایې پر حق معامله نه کوي. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله بیا وویل چې دا لیک مهم جزیات لري او باید بحث ورباندې وشي.
د افغانستان د سولې مسئله له لومړي سره ناندریزه وه او له ځان سره یې ډول ډول غبرګونونه او لوړې ژورې لرلې دي. وروسته له هغې چې د دوحې بهیر د امریکا له لوري ناکام وبلل شو، نو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له یوې نوې طرحې سره را میدان ته شو. خو کابل ته د هغه له راتګ او نوې طرحې تر راوړلو دوې ورځې مخکې په کابل کې د امریکا سفارت د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ته لیکونه استولي وو او دوی ته یې د ځينو مسایلو په اړه ګوتڅنډنه کړې وه.
د خلیلزاد د سفر عمده برخې هم پر دې لیک خبرې او د مذاکراتو د نوې طرحې وړاندې کول وو. ولسمشر غني لا وار د مخه د ملي شورا د پرانیستې په مراسمو کې د امریکا طرحه رد کړه او هغه یې تش خوب او خیال وبلله. د ولسمشر په خبره: «هره اداره او هر کس کولی شي دغه ډول خیالي او له خوبونو ډکې طرحې جوړې کړي. دا طرحې مخکې هم جوړې شې او بیا به هم جوړېږي، خو د سولې اصلي پرېکړه به افغان ولس کوي».
له دې ورهاخوا تېره ورځ په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم د اووم تلین مراسم جوړ شوي وو، چې په هغه کې د ولسمشر لومړي مرستیال هم خبرې وکړې. نوموړي په واضح الفاظو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له لیک او د دغه هېواد له نوې طرحې سره مخالفت وکړ. ده وویل، افغانان د یوه پیاوړي ملت په توګه هېچا ته سر نه ټيټوي او په خبره یې، د امریکا آمرانه او تحمیلي سوله ورته د منلو نه ده. د ده په خبره: «موږ د سولې ملاتړي یو، خو هغه سوله نه منو، چې پر موږ تحمیل کېږي، هغه سوله نه منو چې فرمایشي وي او د افغانانو حقوق پکې تر پښو لاندې کېږي».
امرالله صالح دغه راز زیاته کړه چې امریکا د خپلو سرتېرو د ایستلو او ساتلو په لټه کې ده، خو افغان حکومت ته هم د خپلو وګړو غوښتنې، ساتنه او حقوق مهم دي. د ده په خبره: «که امریکا ته د خپلو دوه نیم زره عسکرو ژوند مهم دی، نو موږ ته هم د خپلو ۳۵ میلیونه وګړو ژوند، حقوق او ساتنه مهمه ده».
د ولسمشر لومړی مرستیال وایي چې د امریکا د نوې طرحې پر بنسټ له افغانانو د رایې حق اخیستل کېږي او په خبره یې، یوه نوې اسلامي شورا به جوړېږي او دوی به له سره افغانانو ته اسلامي هویت ورکوي. هغه زیاته کړه، چې امریکا باید د افغانستان حساسیتونو، د افغانانو سرښندونو، دودونو، مذهب او رسومو ته درناوی وکړي او په وینا یې، دوی یوازې هغه اړیکې له امریکا سره پالي، چې پر دوو اړخیزو ګټو ولاړې وي.
بلخوا د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله بیا داسې ښکاري لکه له دې لیک او مواردو سره یې چې موافق وي. هغه په همدې مراسمو کې وویل د بلېنکن له لیک دفاع نه کوي، خو په خبره یې، دا لیک داسې موارد لري چې باید بحث ورباندې وشي. د ولسمشر یو سلاکار محمد محقق هم په دې باور دی، چې دا طرحه د افغانانو لپاره د منلو نه ده او په خبره یې، وضعیت کنټرول ته اړتیا لري او هر څه د افغانانو له لاسه وتلي ښکاري.











