چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امريکا بايد په کوردننه د فينټانيل مسئله حل کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 4, 2025
in نړیوال خبرونه
0
امريکا بايد په کوردننه د فينټانيل مسئله حل کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ایا فينټانيل په ګمرکي تعرفو پسې څه تړاو لري؟ امريکې په وروستيو کې د فينټانيل مسئلې په پلمه له چين څخه پر واردوونکو توليداتو د لس سلنې ګمرکي تعرفو د زياتولو اعلان کړی دی.

په امريکا کې له فينټانيل څخه ناوړه او زياته استفاده کېږي او په وروستيو کلونو کې یې امريکايي سیاستوال پر له پسې هڅې کوي، چې د دغې مسئلې پړه پر چين واچوي او تور لګوي، چې د چين فينټانيلونو سره په مکسيکو کې نشه يي مواد ګډېږي او بيا امريکې ته داخلېږي او په همدې پلمه يې د چين پر اړوندو ادارو، تصديو او ملکي وګړيو بنديزونه لګولي دي. د امريکې دغې کړنې په کوردننه او بهر عامه افکار ګمراه کړي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين د ډيلوماتيکو چارو اکاډمۍ پروفيسور لي های دونګ په يوې شننې کې ويلي، چې د امريکې اوسنی حکومت د خپل ماموريت د پيل په لومړيو کې د فينټانيل مسئلې په پلمه د چين پر توليداتو د تعرفو د زياتولو اعلان کړی، خو په حقیقت کې د دغه اعلان تر شا ناست کسان د خپلو ګټو په لټون دي. د امريکې حکومت دا درک کړې، چې د فينټانيل مسئلې بنسټيز حل ډېر مشکل دی، نو د پخوا په شان یې د دغې مسئلې پړه پر چين او مکسيکو اچولې او هڅې کوي، چې په همدې لارې ټينګه اراده وښيي او د امريکايانو  ملاتړ خپل کړي او بل دا چې د امريکې حکومت غوښتل، چې د تعرفو د زياتولو له لارې سوداګريز جنګ پيل کړي، نو لومړی ګام یې د هېواد دننه د فينټانيل مسئلې پلمه پورته کړی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو د ادارې نړيوالې اېجنسۍ شمېرې ښيي، چې امريکا په نړۍ کې د فينټانيل او ورته درملو د توليد او مصرف په برخه کې تر ټولو لوی هېواد دی او امريکايان، چې نفوس يې يوازې د نړۍ ۵٪ برخه نيسي، د نړۍ اتيا سلنې دغه ډول درمل کاروي. د امريکې د نشه يي موادو د مخنيوي ادارې شمېرې ښيي، په دغه هېواد کې هغه کسان چې له ۱۸ کلنۍ څخه تر ۴۵ کلنۍ پورې عمرونه لري او په ډېرې اندازې فینټانيل استفاده کوي، د مړينې کچه یې لوړه ده او د دغه هېواد په تاريخ کې د نشه يي موادو تر ټولو سخت ګواښ ګرځيدلی دی.

ولې فينټانيل په امريکا کې زيات او ناوړه استفاده کېږي؟

يوه خوا د درمل لوی شرکتونه د سياستوالو لپاره لابي او کمپاينونه کوي، چې د فينټانيل د پلورلو لپاره پاليسۍ وساتي او هم ډاکټران په مختلفو لارو هڅوي، چې په نسخو کې د ناروغانو لپاره فينټانيل لرونکي درمل برابر کړي او هم درمل پلورونکي او درملتونونه هڅوي، چې خلکو ته ورته درمل ورکړي، نو په همدې ترتيب په امريکې کې د فينټانيل او ورته درملو د پلور او ګټو بشپړ ځنځير جوړ شوی دی.

بله خوا امريکايي سياستوال په خوله وايي، چې د فينټانيل مسئله به حل کوي، خو په حقيقت کې دا مسئله د دوو ګوندونو د سياليو د يوې وسيلې په توګه کارول کېږي. د امريکې د فدرالي حکومت د ادارې توان کمزوری دی، د نشه يي توکو د زيانونو په اړه خلکو ته کافي مالومات نه ورکوي، په بېلا بېلو ايالتونو کې يې د درملو د ادارې معيارونه مختلف دي او په څه دپاسه نيمو ايالتونو کې يې د چرسونو د قانوني کېدو تګلاره غوره شوې، چې دا د فينټانيل او ورته موادو د ناوړه استفادې لاملونه بلل کېږي.

په امريکې کې ټولنيزه بې عدالتي، د شتمنو او بېوزلو ترمنځ لويې فاصيلې او نژادپرستي ورځ په ورځ زياتېږي او ځوانان يې په راتلونکي باور نه لري او د ژوند د ستونزو له امله يې نشه يي توکو ته مخه کړې ده.

ډېری امريکايي انټرنېټ کاروونکو پر ټولنيزو رسنيو ليکلي، چې په امريکې کې د فينټانيل د ناوړې استفادې لامل د سخت ژوند نتيجه او مايوسي ده او خلک یې بېوسه دي او ناچارې يې فينټانيل ته مخه کړې ده.

په حقيقت کې د فينټانيل بحران په امريکايي ټولنې کې د ژورو تضادونو او د ادارې کمزوري ښکاره کوي.

د مکسيکو ولسمشرې کلاوډيا شينباوم پراډو په دې وروستيو کې ويلي، چې په امريکې کې د فينټانيل مسئله ډېره سخته ده. په حقيقت کې چين د نشه يي توکو د مخنيوي په چارو کې تر ټولو جدي تګلاره لري او په بشپړه توګه يې تطبيق کوي. چين په ۲۰۱۹م کال کې د فينټانيل او ورته موادو د جدي ادارې اعلان کړی او په نړۍ کې لومړی هېواد دی، چې دغه تدبير يې غوره کړی دی.

د بشري روحيې له مخې، چين په امريکې کې د فينټانيل مسئلې د حل ملاتړ کړی او د نشه يي موادو د مخنيوي په چارو کې يې ورسره اغېزمنې همکارۍ کړي او ښې لاسته راوړنې لري.

د امريکې بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۲۲م کال په مارچ کې «د نشه يي توکو د مخنيوي د نړيوالو ستراتيژيو راپور» خپور کړی او پکې يې ويلي، چې چين په ۲۰۱۹م کال کې د فينټانيل او ورته موادو د ادارې کارونه بند کړي او اوس له دغه هېواده امريکې ته د فينټانيل او ورته موادو د داخلېدو حالت نه تر سترګو کېږي.

چين د نشه يي توکو د مخنيوي په چارو کې له مکسيکو سره همکاريو ته په درنه سترګه ګوري او مکسيکو تراوسه داسې څه نه دي ويلي، چې ګواکې له چين څخه نشه يي يا کيمياوې توکي ورځي او نه یې هم کوم شکایت کړی دی.

چين او امريکې په ۲۰۲۴م کال کې د نشه يي توکو د مخنيوي همکاريزه ډله جوړه کړې او بېجينګ له واشنګټن سره د متقابل درناوي، د نظريو توپيرونو د کنټرول او د ګډو ګټو د همکاريو په رڼا کې د نشه يي توکو پر ضد همکارۍ کوي. امريکا بايد د نشه يي موادو د مخنيوي په چارو کې د دواړو هېوادونو لاسته راوړنې وساتي او له ځان څخه باید وپوښتي، چې ولې نړيوالې ټولنې د فينټانيل او ورته موادو د کنټرول او ادارې چارې سختې کړي او په کوردننه یې دغه مسئله پر له پسې سختېږي؟

ولې امريکا تراوسه د فينټانيل او ورته موادو د جدي ادارې تګلاره نه لري؟ که امريکا غواړي د فينټانيل مسئله حل کړي، نو لاملونه يې باید په کوردننه پيدا او حل کړي.

Previous Post

 يوان کيل: د چين سفر زما ژوند بدل کړ

Next Post

شهباز شریف: د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د سيمه ييز تګ راتګ بنسټ دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شهباز شریف: د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د سيمه ييز تګ راتګ بنسټ دی

شهباز شریف: د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د سيمه ييز تګ راتګ بنسټ دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چینایي کمپنۍ افغانستان کې د جلغوزيو پروسس برخه کې پانګونه کوي

چینایي کمپنۍ افغانستان کې د جلغوزيو پروسس برخه کې پانګونه کوي

اپریل 19, 2022

فيليپين دې د نورو هېوادونو په لمسون چارې پر مخ نه وړي

اپریل 8, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved