يوان کيل د امريکا اوسیدونکی دی او د چين ميډيا ګروپ د ۲۰۲۵م کال ماښامنۍ هنري نندارې کې یې ګډون کړی و. نوموړي د امريکې په مينيپوليس ايالت کې د ګروي دکان پرانيستلی او تاريخي اثار پکې پلوري.
يوان کيل د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې د دويمې جګړې د عکسونو البوم ترلاسه کړی، چې شاواخوا دېرش رنګين عکسونه لري او د چين په نان جينګ کې د جاپاني پوځ لخوا د لوی قتل عام جرمونه یې په ډاګه کړي دي. يوان کيل دغه البوم نه دی پلورلی او چين ته يې وړيا ډالۍ کړی دی او له همغه وخت راهیسې یې له چين سره اړيکې ساتي.
نوموړي د ۲۰۲۴م کال په نومبر کې چين ته لومړی سفر وکړ او د بېجينګ، شانګهای، نانجينګ او هانګجو په شمول له ګڼ شمېر ځايونو څخه يې لیدنې وکړې او له چين سره يې مينه پيدا شوه.
نوموړی لومړی امريکايی دی، چې په رسمي بلنې یې د چين ميډيا ګروپ په ماښامنۍ هنري نندارې کې ګډون کړی دی. هغه څو ورځې مخکې پر ټولنيزو رسنيو له چين څخه د خدای پامانۍ يوه ويډيو خپره کړه او امريکې ته د لنډمهال لپاره ستون شوی دی.
که څه هم هغه به يوه میاشت وروسته بیا چين ته راستون شي، خو نه یې غوښتل، چې له چين څخه لاړ شي او له زړه نه يې ژړل، ځکه په دغه هېواد کې د لسګونو ورځو ژوند او له چينايانو سره جوړې شوې ژورې دوستۍ يې هغه ته ژورې خاطرې ورکړې دي.
د چين انټرنېټ کاروونکو د ده پر وېډيو کمېنټونه کړي او د بيا راتګ هيلې يې ورته وړاندې کړي، چې د چين لا زياتو ځايونو ته سفرونه وکړي او ډول ډول خواړه وخوري.
د نوموړي دغه دوستي ډېره ارزښتناکه ده او د چين او امريکې د خلکو ترمنځ د تفاهم د ژورتيا يوه بېلګه بلل کېږي.
امريکا تل د ملي امنيت ساتلو په پلمه غواړي، چې په دغه هېواد کې ټيکټاک بند کړي.
ټيکټاک په امريکې کې ۱۷۰ميليونه کاروونکي لري. څه موده مخکې د دغه ايپليکېشن د بندولو فرمان د لنډ وخت لپاره تطبيق شو، خو د امريکې خلکو حکومت ته يوه بله لايحه وړاندې کړه، چې د ټيکټاک د انټرنېټ کډوالو په توګه به د چين ځايي ټولنيزې رسنۍ رېډنوټ (Red Note) ته ولاړ شي.
ګڼ شمېر امريکايان او چيني انټرنېت کاروونکي د دواړو هېوادونو د ژوند د بېلا بېلو برخو په هکله سلامشورې او د نظريې تبادلې کوي. د چين په هکله د امريکې انټرنېټ کاروونکو پېژندنې ګام په ګام رښتنې شوي او دوی پوه شوي، چې په ورکړل شوې نظريې کې د چين بڼه له واقعيتونو څخه ډېره لرې ده.
د امريکې په خبري رسنيو کې د چين په هکله بې ځايه خبرونه پر له پسې خپرېږي.
د امريکې انټرنېټ کاروونکي د ټيکټاک او رېډنوټ (Red Note) په شمول د ټولنيزو رسنيو له لارې رښتنی چين ګوري او له چيني انټرنېټ کاروونکو سره مستقيم تماسونه نیسي او د چينايانو دوستي احساسوي.
د امريکې د ټيکساس ايالت چارواکي ګريګ ابوټ اعلان کړی، چې د دغه ايالت کارمندان اجازه نه لري، چې په دولتي کمپيوټرونو کې د چين د مصنوعي ځيرکتيا يا اې ای(AI) ډيپ سيک (Deep Seek) او رېډنوټ (Red Note) استفاده کړي.
دغه حکم د امريکې د ځينو سياستوالو لخوا له چين سره د سيالۍ مصنوعي دېوال دی.
د امريکې حکومت او خبري رسنۍ له ډېر وخت راهيسې کوششونه کوي، چې په مختلفو لارو د چين د پرمختګ مخه ونيسي او په خلکو کې د چين د ګواښ نظريه خپره کړي. دوی په دې لټه دي، چې ولس یې له چين سره د دښمنۍ نظريه ولري او فکر کوي، چې چين وروسته پاتې دی، خو غواړي امريکې ته ماتي ورکړي.
دغه بنسټونه رښتني معلومات نه لري او د دواړو هېوادونو د خلکو د دوستي پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د امريکې د حکومت مصنوعي دېوال ګام په ګام ړنګېږي، امريکايان د حکومت د بېلا بېلو بنديزونو پر وړاندې بیا هم هڅې کوي، چې پوی شي او د چين په اړه رښتني معلومات ولري او د دېوال جوړونکو پټ نيت يې ښکاره کړی دی.
په حقيقت کې د امريکې حکومت په مختلفو لارو د چين پر وړاندې خنډونه او بنديزونه جوړوي، خو ښه به دا وي، چې خپل باور لوړ او د دواړو هېوادونو او حتی د ټولې نړۍ د خلکو لپاره فعال خدمتونه وکړي.
د يوان کيل په شان ګڼ شمېر پوی امريکايان غواړي، چې د چين په هکله رښتني معلومات ترلاسه کړي او کوشش کوي، چې د دواړو هېوادونو د خلکو دوستي ټينګه او اقتصادي پرمختګ ته يې ګټې ورسوي.












