د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، تر جنوري پورې پاکستان پنځه لکه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي. دې ادارې ویلي چې همکارې موسسې د راستنو شویو کډوالو ستونزو ته رسېدنه کوي، خو دایمي حل ته بېړنۍ بودجه په کار ده. د دې ادارې په راپور کې راغلي، په څه باندې ۵ لکه راستانه شویو کې ۶۰ سلنه یې له ۱۸ کلنو کشران او ماشومان دي.












