چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امريکا جنګي مجرمه ده

لیکنه: هیله؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 1, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
امريکا جنګي مجرمه ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکې مرکزي قوماندانۍ د جنورۍ په ۱۹مه نېټه هغه ويډیو خپره کړه، چې امريکايي ځواکونو د تېر کال په اګېست کې په کابل کې د ملکي وګړو پر يو کور هوايي بمباري کړې او له امله يې د ۷ ماشومانو په شمول ۱۰ تنه افغان ملکي  وژل شوي وو.

په دغې ويډيو کې ښکاري، چې د امريکايي ځواکونو تر بمبارۍ مخکې په سيمه کې څو ماشومان په لوبو او ساتيري بوخت دي او احمدي خپل سپين رنګه موټر کې ناست او خپل کور ته ننوځي.
دغه ورځ د يادو ماشومانو او ملکي وګړیو لپاره عادي او ارامه ورځ وه، خو امريکايي ځواکونو پرې ناڅاپه بمباري وکړه او دوی يې ټول ووژل او کورنۍ يې د وير په ټغر ورته کېنوله. د یادولو وړ ده، چې هغه وخت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروستۍ پړاو روان و، خو په پای کې يې هم په خپلې وحشي کړنې افغانانو ته یو بل ستر ګوزار ورکړ.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

امريکا په افغانستان کې شل کاله جګړه وکړه، چې په ترڅ کې يې څه باندې سل زرو افغانانو ته مرګژوبله واوښته او نږدې لس میلیونه افغانان بې کوره شول. امريکې افغانانو ته سخت زیانونه رسولي دي.

امريکا د افغانانو پر مړینې څه رویه ښکاره کړې؟

د امريکايي ځواکونو قوماندانانو د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه همیشه د تېروتنې کلېمه کارولې ده او د بیا مخنيوي ډاډ يې ورکړی، خو پوښتنه دا ده، چې امريکايي ځواکونو ولې بیا بیا د ناسمو مالوماتو پر اساس پر افغان ملکي وګړو بمبارۍ کولې او دوی ته يې مرګژوبله او زیانونه اړول؟

امریکايي ځواکونو تر اوسه پورې افغانانو ته هېڅ جبران نه دی ورکړی او حتی بښنه يې هم نه ده ترې غوښتې.

امريکا وايي، چې ځواکونو يې د تېر کال د اګیست په ۲۹مه نېټه په کابل کې د داعش د غړو په موخه برید کړی، خو حقیقت څه دی؟

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان کينز میکنزي د تېر سپتمبر په ۱۷مه نېټه ومنله، چې د امريکايي ځواکونو په دغې بمبارۍ کې هېڅ ترهګر نه دی وژل شوی، بلکې د ۷ ماشومانو په شمول ۱۰ تنه ملکي وګړي پکې په نښه شوي دي او دا یې د خواشينۍ خبر وباله.

د امريکې دفاع وزارت د تېر نومبر په ۳مه نېټه د يادې پېښې په تړاو د يوه څېړنيز راپور په خپرولو سره ویلي، چې د امريکايي ځواکونو یاده بمباري نامسئولانه کړنه نه ده او هیچا ته به سزا ور نه کړي.

د امريکې دغه ځواب دومره سوړ دی، چې انسان ته هیڅ د منلو نه دی، ځکه د بشر ژوند ته پکې لوی سپکاوی شوی او همدا د امريکې رېښتینې کړنه ده.
امريکا نه یوازې په افغانستان کې سخت بشري بحران رامنځته کړی، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې ورته پوځي کړنې ترسره کړي او ګڼ شمېر ملکي وګړو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

د امريکا د براون پوهنتون د سروې نتیجه ښيي، چې امريکې په تېرو شلو کلونو کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه د نړۍ  په ۸۵ هېوادونو او سيمو کې نظامي عملیات ترسره کړي، چې له امله يې له ۸۹۷ زرو څخه تر ۹۲۹ زرو پورې کسان وژل شوي او له ۳۸ میلیونو زیات کسان يې بې کوره کړي دي.

حقیقتونه ښيي، چې امريکا د ګردې نړۍ جنګي مجرمه ده.

Previous Post

خوارځواکي: د افغان ماشومانو د مړینې شمېره لوړه شوې ده

Next Post

امریکا: د قطر له همکارۍ پرته د تخلیې ماموریت ناشونی و

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
امریکا: د قطر له همکارۍ پرته د تخلیې ماموریت ناشونی و

امریکا: د قطر له همکارۍ پرته د تخلیې ماموریت ناشونی و

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د امریکا په فلوریډا ایالت کې د توپان خبرداری ورکړل شوی

د امریکا په فلوریډا ایالت کې د توپان خبرداری ورکړل شوی

اگست 30, 2023
د فو ژونګ علاقه دارۍ لوی ابشار

د فو ژونګ علاقه دارۍ لوی ابشار

مارچ 1, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved