چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امريکا ولې په ارجنتاين کې د لرې فضا د اکتشاف په چارو کې د چين او امريکا تر منځ سيالۍ ته لمن وهي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 30, 2023
in نړیوال خبرونه
0
امريکا ولې په ارجنتاين کې د لرې فضا د اکتشاف په چارو کې د چين او امريکا تر منځ سيالۍ ته لمن وهي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا د فضانوردۍ او هوانوردۍ ادارې مشر بيل نيلسون د جولای په ۲۷مه نېټه له ارجنتاين څخه ليدنه وکړه. هغه د ارجنتاين په پلازمېنه بوينس ايرس کې يوه مطبوعاتي غونډه کې د سپوږمۍ او مريخ په اکتشاف کې د چين د لاسته راوړنو یادونه کړې او و يې ويل، چې چين او امريکا اوس د لرې فضا د اکتشاف په چارو کې سيالي کوي. نيلسون د لرې فضا د اکتشاف په چارو کې د نړيوالې همکارۍ مرکز ارجنتاين کې د سړې جګړې رنګ لرونکې کلمه ويلې او د خبري رسنيو د ارزیابۍ له مخې ارجنتاين ته د نوموړي دغه سفر سياسي هدف لري.

دا لومړی ځل نه دی، چې د امريکا حکومتي چارواکي په ارجنتاين کې د لرې فضا په اړه لمسونکې خبرې کوي. د امريکا د جنوبي قومندانۍ یوه چارواکي لاورا ريچارډسون د ۲۰۲۲کال په مارچ کې له ارجنتاين څخه د ليدنې په وخت کې د دغه هېواد په نيوکوين ولايت کې د چين او ارجنتاين په همکارۍ د لرې فضا د اکتشاف سټېشن ته په اشارې سره  تور لګولی چې دغه سټېشن نظامي تاسيسات دي. د عامو افکارو له مخې، دا ځل بيل نيلسون په ارجنتاين کې د لرې فضا د اکتشاف په اړه د چين او امريکا تر منځ سیالۍ ته لمن وهي، په حقيقت کې غواړي د چين او ارجنتاين تر منځ فضايي همکارۍ خرابې کړي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

په نيوکوين کې د ژورې فضا د اکتشاف سټېشن د لرې فضا د نظارت او څارنې په اړه په نورو هېوادونو کې د چين لومړی سټېشن دی، چې په ۲۰۱۷کال کې يې په رسمي توګه کار کړی. دغه سټېشن د لرې فضا د سوله ايزې اکتشافي او استفادې لپاره کار کوي او خپلې لاسته راوړنې نړيوالې ټولنې ته هم ورکوي. اوس د امريکا په شمول د زياتو هېوادونو د ساينس او تېکنالوژۍ ارګانونو د علمي څيړنو لپاره له دغه سټېشن څخه استفاده کړې. په ارجنتاين کې د امريکا او اروپايي هېوادونو ډيپلوماتانو له دغه سټېشن څخه ليدنه کتنه کړې او هغوی ټول د دغه سټېشن د ملکي رول په هکله معلومات لري.

خو امريکا په پر له پسي ډول د دغه سټېشن په اړه پرو پاګند کړی او پر چين يې بې بنسټه تور لګولی، چې دغه سټېشن نظامي رول لري. په دې هکله ارجنتاين څرګند غبرګونونه ښودلي دي. په ۲۰۱۹ کال کې د ارجنتاين په ملي ټلويزيون کې د دغه سټېښن په اړه يو مستند فلم خپور شوی او د دغه فلم کامینانو ویلي، چې د دغه سټېشن له لارې ارجنتاين د لرې فضا د څيړنې شرايط لرلی شي.

د ارجنتاين د ساينس او تېکنالوژۍ د نوښت ادارې چارواکي دانيل فيلموس د ۲۰۲۲کال په مارچ کې وويل، چې د نيوکوين سټېشن د ژورې فضا د اکتشاف او د سپوږمکۍ په چارو کې زموږ او چين تر منځ د همکارۍ تاسيسات دي، لکه زموږ او اروپا تر منځ همکارۍ ته ورته دی. په حقيقت کې د اروپا د فضانوردۍ ادارې په ۲۰۱۲م کال کې په ارجنتاين کې د ژورې فضا اکتشافي سټېشن جوړ کړی، چې د چين او ارجنتاين تر همکارۍ لاندې د ژورې فضا اکتشافي سټېشن ورڅخه د ۴۸۰ کيلومترو فاصله لري. نو ولې امريکا د لرې فضا د اکتشاف په برخه کې د چين او ارجنتاين پر همکارۍ تور لګوي؟ دا څرګند دوه ګونې معيارونه دي.

د روان کال په مارچ کې په امريکا کې د ارجنتاين لوی سفير جورجي ارګويلو د امريکا د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړې ماريا يلويرا سلازار ته پيغام واستاوه او په اشارې سره يې ويلي، چې په ارجنتاين کې د نورو هېوادونو نظامي تاسيسات موجود نه دي او د نيوکوين د لرې فضا د اکتشاف پر سټېشن د امريکا له تورونو څخه يې انکار کړی.

په ۲۰۱۸ کال کې د امريکا د وخت مرستيال ولسمشر ميک پينس وويل، چې امريکا به د ګردې کرې د مشري کولو په شان پر فضا هم مشري وکړي. د امريکا د دفاع وزارت په ۲۰۲۰ کال کې «په فضا کې د دفاع ستراتيژۍ» خپره کړه او ويې ويل، چې فضا يوه ځانګړې جنګي ساحه ده او پلان لري، چې د فضا پوځ جوړ کړي. په دې وروستيو کلونو کې په چين کې د فضايي چارو د ستر پرمختګ له امله د فضايي سيالۍ په شان د سړې جګړې رنګ لرونکې کلمه بيا په تکرار سره د امريکا د فضانودرۍ ادارې د چارواکو په خوله کې راپورته شوې.

بيل نيلسون د روان کال په اپريل کې د امريکا د کانګريس په يوه غونډه کې د سپوږمۍ يو عکس واخیست او ويې ويل، چې که چين لومړۍ سپوږمۍ ته ورسېږي، نو هغه ځای به خپله سیمه اعلان کړي او موږ ته به هلته د ورتګ اجازه را نه کړي. هغه په اخطار آمیز ډول وويل، چې د امريکا لپاره وخت زيات نه دی او له کانګرېس څخه يې غوښتنه کړې، چې د فضايي چارو لپاره ملي بوديجه زياته کړي.

د ملګرو ملتونو «د لرې فضا تړون» کې ليکل شوي، چې هر هېواد د فضا حاکميت او د اداره کولو حق نه لري او اجازه هم نه لري چې فضا ته د نورو د ورتګ مخه ونیسي.

فضا د انسانانو ګډ کور دی او د تسلط غوښتنې لپاره د سيالۍ ډګر نه دی. د سړې جګړې نظريې دې بيا رامنځته نه شي.

Previous Post

د محصلينو د سپورټ نړیوال اتحاد سرپرست مشر ليونز ايدر: د چنګ دو د محصلينو نړيوالې دوبنۍ لوبې نه يوازې سپورټي سيالۍ دي، بلکې کلتوري او ښوونيزه غونډه ده

Next Post

شي جين پينګ د وانواتو جمهوريت د خپلواکۍ اخیستلو ورځې په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر نيکنيک وروباراف ته د مبارکۍ پيغام وليږه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post

شي جين پينګ د وانواتو جمهوريت د خپلواکۍ اخیستلو ورځې په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر نيکنيک وروباراف ته د مبارکۍ پيغام وليږه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په ۲۰۲۵م کال کې د چين په سنيماوو کې د پلورل شويو ټکټونو عمومي ارزښت ۵۱ ميليارډه او ۸۳۲ ميليونه يوان و

په ۲۰۲۵م کال کې د چين په سنيماوو کې د پلورل شويو ټکټونو عمومي ارزښت ۵۱ ميليارډه او ۸۳۲ ميليونه يوان و

جنوري 1, 2026
د چین اقتصاد ثابت پرمختګ کوي

د چین اقتصاد ثابت پرمختګ کوي

دسمبر 10, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved