چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

امریکایان د ځواکونو د وتلو، خو افغان چارواکي یې د پاتې کېدو خبره کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 18, 2020
in افغانستان
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سره له دې چې امریکایي چارواکي له افغانستانه د خپلو سرتېرو پر ایستلو ټینګار کوي، خو افغان چارواکی ډاډه دي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نه وځي. پرون د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست او نوماند وزیر ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې وویل، ډاډه دی چې بهرني په تېره امریکایي عسکر په بشپړه توګه له افغانستان څخه نه وځي، بلکې په شمېر کې به یې ډېروالی راشي. هغه همدا راز ویلي ډاډه نه دی چې د دوحې د سولې مذاکرات دې یوې پایلې ته ورسېږي. بلخوا امریکایي چارواکي بیا ټینګار کوي چې له افغانستانه به خپل سرتېري وباسي، ناټو بیا د دې اقدام په اړه خبرداری هم ورکړی دی.

له څو ورځو راهیسې په بهرنیو، په تېره په امریکایي رسنیو کې له افغانستانه د امریکایي عسکرو د ایستلو مسئله توده ده. امریکایي رسنیو تازه راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په نږدې ورځو کې له افغانستانه د ټولو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي. تر دې اعلان وروسته به پنټاګون د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ تر ۱۵مې ټول امریکایي عسکر له افغانستانه وباسي او امریکا ته به یې رسوي. دا هغه مهال دی چې د ټرمپ د واک پای ته رسېدو ته به یوازې پنځه ورځې پاتې وي. ځينې امریکایي رسنۍ بیا وایي چې ټرمپ په دې تړاو تیار فرمان لاسلیک کړی، خو پنټاګون ته یې نه دی سپارلی. د پنټاګون چارواکي بیا وایي، دوی یوازې د ټرمپ امر ته په تمه دي او تر هغه وروسته به په چټکه توګه د سرتېرو ایستل پيل کړي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

دلته په افغانستان کې بیا د ملي دفاع سرپرست وزیر وایي، هېڅ داسې نښه نښانه یې نه ده لیدلې چې وښيي امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي. د ده په خبره، بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نه وځي او په دې تړاو هېڅ نښه نښانه ده ترسترګو شوې، بلکې د دې احتمال شته چې د دغو ځواکونو شمېر تر دې هم ډېر شي. اسدالله خالد چې پرون یې د ولسي جرګې غړو ته د باور رایې اخیستو لپاره خپل پروګرامونه تشریح کول، وویل: ((زه ډاډه یم، ستاسې د دفاع د وزیر په توګه زه ډاډه یم چې بهرنیان له افغانستان څخه نه وځي. دا سمه ده د شمېرو په برخه کې به تفاوتونه وي، خو په بشپړه توګه بهرني په تېره بیا امریکایي عسکر له افغانستان څخه نه وځي. هېڅ داسې نښې نښانې نه لیدل کېږي، برعکس د دې امکان شته چې سرتېري دلته ډېر شي)).

اسدالله خالد همدا راز وایي، سره له دې چې بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه نه وځي، خو که دوی وځي هم، افغان پوځ له خپل هېواد د دفاع او د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري. د خالد په خبره، دمګړۍ په افغانستان کې ۹۶ سلنه عملیات په خپله د افغان ځواکونو له لوري ترسره کېږي او یوازې په څلور سلنه مواردو کې له بهرنیو ځواکونو د هوایي عملیاتو په برخه کې مرسته غوښتل کېږي. خالد دغه راز وویل چې په راتلونکي کال کې د افغان پوځ د لا پیاوړتیا، د لا ډېرو ولسوالیو د نیولو او د ترهګرو پر ضد د لا کوټلو عملیاتو پلان لري. خالد دغه راز وايي، ډاډه نه دی چې د سولې خبرې به یوې پایلې ته ورسېږي؛ ځکه طالبان پر خپل دريځ ولاړ دي، خو دی ټینګار کوي چې که سوله راځي، نو د افغانستان ملي اردو به د دې سولې او اوربند ساتنه کوي.

بلخوا د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ چې تازه یې د امریکا د دفاع له نوي سرپرست وزیر سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي، وایي چې له افغانستانه به په بېړه د سرتېرو ایستل ستره بیه ولري. نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د ترهګرو تر ختمولو پورې د دوی سرتېري حاضر وي؛ ځکه نه غواړي ترهګرې ډلې له فرصت په استفادې په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړي او نړیوال امنیت ته خطرونه جوړ کړي. یوازې ناټو نه، بلکې په امریکايي حکومت کې هم ګڼ کسان له افغانستانه د ټولو  سرتېرو د ایستلو مخالف دي او په دې اړه د ټرمپ عجولانه پرېکړه خطرناکه بولي.

Tags: Top
Previous Post

دغه خواړه د بډوډو لپاره ښه دي

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کندهار-کابل پر لویه لار؛ د موټر چلوونکو اعتصاب لا هم ادامه لري

د کندهار-کابل پر لویه لار؛ د موټر چلوونکو اعتصاب لا هم ادامه لري

فبروري 14, 2021
حامد کرزي د امریکا د بشري مرستې هرکلی کړی

حامد کرزي د امریکا د بشري مرستې هرکلی کړی

دسمبر 16, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved