که طالبان تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي ښایي امریکا د سرتېرو په کمولو کې له احتیاط کار واخلي. پخواني امریکایي پوځي جنرال مارک کیمت ویلي طالبانو د دوحې د هوکړې پر خلاف په افغانستان کې جګړه چټکه کړې ده. دده په وینا که وضعیت همداسې دوام کوي نو ښایي امریکا د سرتېرو د ایستلو پر پرېکړه له سره کتنه وکړي. جنرال کيمت وایي که طالبان هڅه وکړي چې د جګړو له لارې موخو ته ورسېږي یا په افغانستان کې نوي پټنځایونه جوړ کړي نو دا کار به یې ارو مرو د امریکا له غبرګون سره مخ شي. هغه زیاته کړې چې امریکا د افغان پوځ او افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکوي او د سرتېرو ایستل په دې مانا نه دي چې دغه هېواد به یوازې پرېښودل کېږي. هغه د ناټو د نورو غړو د سرتېرو په اړه هم ویلي چې دا ددوی خپل کار دی او پرېکړه یې د سپينې ماڼۍ په پرېکړه پورې اړه نه لري.












