ګارډین ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو وتلو ته په اشارې ویلي چې امریکا په دغه هېواد کې په میلیاردونو ډالر په یوې بې مانا او بې پایه جګړې ولګول خو هیڅ لاسته راوړنه نه لري. ورځپاڼې زیاته کړې، ډېری هغه نظامیان چې په افغانستان کې یې ماموریت تر سره کړی دی وایي، چې افغانستان ته د امریکایي پوځیانو د تګ لومړی هدف د اسامه بن لادن پیدا کول او له منځه وړل و چې هغه تر لاسه شو خو د دوی په وینا؛ په دغه هېواد کې د امریکا ماموریت په ابدي جګړه بدل شوی و. هغوی له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو پر وتلو خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې په دغه هېواد کې پر ماموریت بوختو سرتېرو ته یې کورنۍ په تمه دي او هیله لري چې هغوی ژر روغ رمټ خپلو کورونو ته راستانه شي. د ویلو ده چې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو لړۍ پای ته په رسېدو ده او دغه هېواد څو ورځې وړاندې په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارله.












