امریکا وايي چې افغانستان د مالي روڼتيا هيڅ اړين شرط نه دی پوره کړی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د روڼتيا راپور خپور کړی او افغانستان يې د هغو ۶۹ هېوادونو په کتار کې راوستی چې د مالي روڼتيا لپاره يې لږ تر لږه شرایط هم نه دي پوره کړي. راپور کې ويل شوي چې د «افغانستان تش په نوم موقت حکومت» د تېر کال له اګسټ مياشتې راهيسې نه د خپلې بودجې او نه هم خپلو کلنيو فعاليتونو په تړاو معلومات خپاره کړي دي. راپور کې دغه راز راغلي چې افغانستان کې د نظامي او استخباراتي بودجې معلومات له خلکو پټ ساتل شوي او داسې يوه اداره هم نه لري چې د حکومت پر لګښتونو له نړيوالو معيارونو سره څارنه وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ا.ا ته سپارښتنه کړې چې د حقيقي عوايدو د را ټولولو، بودجې او لګښتونو په تړاو وخت په وخت اسناد او معلومات خپاره کړي. د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد بيا د دې راپور په غبرګون کې ويلي چې حکومت يې امريکا ته د شفافيت اړوند وضاحت ورکولو ته اړ نه دي. هغه وايي چې ا.ا د يوه داسې منظم ميکانيزم له مخې د حکومت بودجه، لګښتونه او عوايد سنجوي چې پخواني حکومت د امريکا له حضور سره سره نه درلود.











