امریکا او ملګرو ملتونو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره د افغانستان پر وضعیت او په نړۍ کې پر مهمو مواردو خبرې کړې دي. دواړو لورو په افغانستان کې پر بشري وضعیت او له دغه هېواد سره پر بشري مرستو بحث کړی دی. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د بشردوستانه خدماتو ادامې ته ژمن دي او هڅه کوي د ژمي تر را رسېدو وړاندې اړمنو سره مرستې ادامه ولري. ددې مکالمې په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي. ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ډاډ ورکړی چې بشردوستانه مرستې به یې دوام کوي او د لا ډېرو مرستو د جذب په لټه کې دي.












