له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال لوړپوړو امریکایي پوځیانو د القاعده شبکې د احتمالي ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر جو بایډن اعلان دا وېره پيدا کړې چې افغانستان به کورنیو جګړو ته ولاړ شي. د دې راپور پر بنسټ له دې ناکراریو سره دا اندېښنې هم دي چې القاعده به بیا افغانستان کې سر راپورته کړي او پر امریکا او نورو اهدافو به نوي بریدونه پلان کړي. د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټېن پرون د کانګرس استماعیه غونډې ته وویل، په احتمالي ډول به القاعده په دوو کلونو کې داسې وړتیا پيدا کړای شي. د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي په دې غونډه کې ویلي، له افغانستانه د ځواکونو د وتلو له مهالوېش سره موافق دی او په خبره یې اوس ګواښ په متوسط حالت کې دی. میلي زیاته کړې چې د افغانستان د حکومت د سقوط او یا هم د افغان امنیتي ځواکونو د لغوه کېدو په صورت کې به خطر ډېر شي.












