سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

امریکا د کرونا په لانجه کې افغانستان هېروي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 2, 2020
in تبصرې
0
امریکا د کرونا په لانجه کې افغانستان هېروي؟
983
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په امریکا کې تر بل هر هېواد په چټکۍ سره کرونا خپریږي او اوس تر بل هر هېواد پر دې ویروس اخته کسان په امریکا کې ډېر دي. اوس د اخته کسانو شمېر ۲۲۰ زره ته رسیږي چې تر پنځو زور ډېر یې وژلي دي. په دې هېواد کې هره ورځ شل تر دېرش زره خلک پر کرونا اخته کېږي او دا کچه هم ورځ تر بلې زیاتیږي. امریکا له یو واقعي ناورین سره مخ شوې او اوس ورسره د روسیې او چین په شان هېوادونه مرسته کوي چې کرونا کنټرول کړي.

دې چارې په امریکا کې دننه پر حالاتو او په نړیواله کچه د امریکا پر واک او ځواک مخامخ اغېز کړی دی. که څه هم امریکا هڅه کوي، چې په نړۍ کې خپل ځای وساتي، خو ټول پوهېږي چې دا چاره سخته ده او د کرونا دوام به د امریکا پښې لا سستې کړي. له دې امله چې امریکا په توله نړۍ کې خپلو امنیتي ځواکونو ته د نظامي عملیاتو د درولو امر کړی، نو د امریکا د ځواک عملي نه کارونه ددې هېواد د کمزورۍ سبب شوې ده. په ډېرو سیمو کې د امریکا د کنټرول او برلاسۍ لامل د نظامي ځواک کارونه او یا هم ګواښ دی، اوس چې دا ګواښ شته، خو کارول یې درول شوي، نو موږ له دې انکار نه شو کولی چې امریکا کمزورې شوې ده. څومره چې دا حالت دوام کوي، همدومره به نور هم دا ځواک را کمېږي. کرونا د امریکا سیاسي او اقتصادي دستګاه هم داسې را ګیر کړې چې له پولو بهر یې فعالیت اغېزمن شوی دی او دې چارې د امریکا کمزورۍ ته لاره برابر ه کړې ده. ډېر نور لاملونه هم شته، خو دا خبره ټول مني چې له کرونا وروسته نړۍ به بیخي بدله وي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

کرونا په افغانستان کې هم د امریکا پر سیاستونو ژور اغېز کوي. همدا چې امریکا نظامي فعالیتونه بند کړي، مشاورین او روزونکي یې فعالیت ودروي او اړیکې یې انټرنټي شي، نو پر واک او ځواک یې خامخا اغېز کوي. که خبره تر دې هم مخکې ولاړه شي، مرستې یې کمې شي، استخباراتي او نظامي فعالیتونه یې لا محدود شي او د دوی له ملاتړه برخمن حکومت له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ شي، نو لا به یې ځواک کمزوری شي.

داسې کوم بل سیمه ییز او نړیوال ځواک هم نشته چې ددغه خلا د ډکولو هڅه وکړي. که څه هم په افغانستان کې د امریکا د واک او ځواک کمېدل د خوشالۍ خبره او یو ښه پرمختګ دی، خو که موږ د خلا د ډکولو معقوله او پر وخت هڅه ونه کړو، نو زیانونه به یې ډېر وي. له همدې امله مخکې له دې چې کرونا لا زیاته امریکا لاندې کړي، موږ باید رامنځ ته کېدونکي خلا ډکه کړو. ددې مانا دا نه ده چې موږ دې کوم بل هېواد د امریکا ځای ناستی کړو، بلکې پکار ده چې د خپلمنځي تفاهم، جوړجاړي او سولې هڅې لا  زیاتې شي. ټول پوهېږو چې له امریکا پرته به دا حکومت په سختۍ دوام وکړي او راتلونکي حالات هم له وېرې او تیارو ډک ښکاري، نو ځکه باید  سولې چاره چټکه شي او موږ باید ژر سره پخلا شو. له دې پرته امریکا کمزورې کېږي او یا هم په افغانستان کې خپل کنټرول له لاسه ورکوي، چې موږ ته به یې هم پایله ګډوډي او نوې ستونزې وي.

Previous Post

ولسي جرګه: پر کرونا ناروغۍ اخته کسان تر هغه ډېر دي چې اعلان شوي

Next Post

ینس سټولټنبرګ: ناټو د افغان ځواکونو او سولې ملاتړ ته ژمنه ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ینس سټولټنبرګ: ناټو د افغان ځواکونو او سولې ملاتړ ته ژمنه ده

ینس سټولټنبرګ: ناټو د افغان ځواکونو او سولې ملاتړ ته ژمنه ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د امریکا هوایي بریدونه؛ طالبان: واشنګټن دې افغان چارو کې مداخله نه کوي

د امریکا هوایي بریدونه؛ طالبان: واشنګټن دې افغان چارو کې مداخله نه کوي

اگست 9, 2021
نړیوال بانک ۲۸۰ میلیونه ډالر  پر بشري مرستو لګوي

نړیوال بانک ۲۸۰ میلیونه ډالر پر بشري مرستو لګوي

دسمبر 2, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved