سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

امریکا: ګاونډي هېوادونه دې افغانانو ته د بیا کډوال کېدو لپاره لارې پرانیزي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 14, 2021
in افغانستان
0
امریکا: ګاونډي هېوادونه دې افغانانو ته د بیا کډوال کېدو لپاره لارې پرانیزي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له افغانستانه د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو له وتلو سره جوخت، د هغو افغانانو په اړه اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له دغو ځواکونو سره په ژباړې او نورو برخو کې مرستې کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت دوو چارواکو له ان بي اېس نیوز سره په تازه مرکې کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ په بشپړېدو ده، خو ټینګار کوي چې د ټولو ځواکونو په وتلو سره به له هغو افغانانو سره مرسته کول ستونزمن شي، چې کلونه کلونه یې په دغه هېواد کې له امریکايي ځواکونو سره ګډ کار کړی دی.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

دغو چارواکو زیاته کړې، که څه هم پنټاګون ویلي چې د خپلو افغان همکارانو د ایستلو په تړاو پر ځینو پلانونو غور کوي، خو په خبره یې، دغه پلانونه د امریکا د ولسمشر جو بایډن تایید ته اړتیا لري. د دوی په وینا، پنټاګون پلان لري چې د جولای میاشتې تر نیمايي پورې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي، خو په دې لنډې مودې کې د خپلو افغان همکارانو ایستل عملي نه ښکاري.

د جیسون کرو او ډي کولو په نوم دغو دوو امریکايي چارواکو ان بي سي نیوز ته ویلي: «موږ د ځواکونو د ایستلو لړۍ نږدې ۵۰ سلنه بشپړه کړې او په راتلونکې لنډې مودې که به دا ناشونې وي چې خپل افغان همکاران هم را سره وباسو».

که څه هم طالبانو په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغو افغانانو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړ، چې په تېرو څو کلونو کې یې له امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو سره د ژباړې او په نورو برخو کې همکاري کړې، خو د یادو افغانانو په اړه اندېښنې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره یې خبرې کړي، ترڅو په دغه هېواد کې د وضعیت له ترینګلتیا سره سم، د افغان کډوالو پر مخ خپلې پولې پرانیزي. یاد وزارت ویلي، که څه هم ټاکل شوې وه چې له افغانستانه به د دوی د ځواکونو د ایستلو لړۍ د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې پورې بشپړه شي، خو په خبره یې تر دې دمه یې له ۵۰ سلنې ډېر پوځیان او نظامي تجهیزات له یاد هېواده ایستلي دي. د سرچینې په خبره، دوی له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو لړۍ په دې وروستیو کې چټکه کړې، چې ښايي تر ټاکلې نېټې مخکې به پای ته ورسېږي.

له افغانستانه په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټې په رانږدې کېدو سره روانه اونۍ د امریکا کانګرېس د یوې بېړنۍ استماعیه ناستې پرمهال د هغو افغانانو د امنیت او خوندیتوب په تړاو اندېښنه څرګنده کړه چې له امریکايي ځواکونو سره یې کلونه کلونه همکاري کړې ده. د کانګرېس یادې ناستې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم راغوښتل شوی  و، خو نوموړي د ډېرو جزیاتو له ورکولو پرته وویل چې دوی د خپلو افغان همکارانو د خوندیتوب لپاره پر ځینو پلانونو غور کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د افغان کډوالو پر مخ د پولو د پرانیستل کېدو په تړاو خبره کوي، چې په دې وروستیو کې په دغه هېواد وضعیت ورځ تر بلې د ترینګلتیا پر لور روان دی او هره ورځ پراخې سیمې د طالبانو لاس ته لوېږي.

Tags: Top
Previous Post

کلب هاوس څه شی دی او کومې اسانتیاوې لري؟

Next Post

د اماراتو هوایي شرکت

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د اماراتو هوایي شرکت

د اماراتو هوایي شرکت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

غزني کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

غزني کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

اکتوبر 30, 2024
د نړيوالو اړيکو نوې مفکورې د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لار روښانه کړې

د نړيوالو اړيکو نوې مفکورې د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لار روښانه کړې

مارچ 30, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved