د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي چې طالبان پر سوله باور نه لري او په پلان کې لري چې راتلونکي کال کې خپلې جګړې نورې هم پراخې کړي. نوموړي چې نن یې د وروستي امنیتي وضعیت په اړه ولسي جرګې ته معلومات ورکول وویل، افغان ځواکونه هم سولې او هم جګړې ته پوره چمتوالی لري او په خبره یې، کورنیو چارو وزارت به ډېر ژر د وسله والو طالبانو پر وړاندې د امنیتي واحدونو نظامي عملیات پیل کړي. اندرابي څرګنده کړې، په پام کې لري چې ټولې امنیتي پوستې په پرمختللیو شپنیو دوربینونو سمبال کړي. د انداربي په خبره، طالب مشران ژمي کې پاکستان کې خپلو ځالو ته ځي او په افغانستان کې د دوی لخوا د وژنو په تړاو راپور ورکوي. د کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې طالبان د مخامخ جګړې توان نه لري، نو ځکه یې په ښارونو کې په ړندو بریدونو لاس پورې کړی دی.












