د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک وايي چې دوی لېواله دي څو د افغانستان کرنیز محصولات د دغه هېواد بازارونو ته ولېږدوي. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، اورچوک دا څرګندونې وړمه ورځ د «کازان» ناستې په څنډه کې کړې دي. هغه په يوې خبري ناسته کې ویلي چې افغانستان تېر کال روسيې ته د انګورو او وچې مېوې صادرات پيل کړل او د روسيې بازار افغاني محصولاتو ته لېوال دى. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ټینګار کړی چې مسکو تمه لري څو روسیې ته د افغانستان صادرات نور هم زیات شي او د ټرانسپورټ او اکمالاتو په برخه کې به هم اړیکې پراختیا ومومي.











