د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ډېره بودجه ځانګړې کړي. نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له ژغورنې او لټون وراخوا، په افغانستان کې سېلاب ځپلي عادي ژوند ته د بېرته ورستنېدو لپاره دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري. نوموړي په افغانستان کې له اقلیمي بدلونه اندېښنه ښودلې ده. په تېرو څو ورځو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ورښتونو له کبله سېلابونه راووتل چې د ځاني زیان ترڅنګ یې ګڼ مالي زیانونه هم واړول.












