د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینرلي اوغلو سره په سپېدار ماڼۍ کې کتلي دي. اوغلو په دې کتنه کې خوشبیني ښودلې، چې د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون نړیواله ټولنه لېواله ده، چې له سرپرست حکومت سره اړیکې پیل او ورسره همکاري وکړي. هغه ویلي چې ځينې نړۍوال قوانین او کنوانسیونونه شته، چې باید سرپرست حکومت ورته ژمن و اوسي. نوموړي ویلي، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او له دې کنفرانس وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت تغییرات راشي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي همدارنګه ویلي چې هيڅوک د سرپرست حکومت د نسکورېدو په هڅه کې نه دي، بلکې ټول غواړي چې سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې سره وصل شي.












